پاکستان تل پر افغانستان د ناامنۍ تورونه لګوي او ادعا کوي چې ګواکې د نامسؤله وسلوالو ډلو غړي په افغانستان کې شتون لري، له دې تورونو سره سره چې بې ځايه يې لګوي، برعکس یې پخپله د پرځېدلي جمهوريت هغه پخوانيو غړو او مفسدو څېرو ته ځای ورکړی، چې افغانان ښه خاطره نه ورڅخه لري.
د پوځي رژیم تر واک لاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرځېدلي جمهوریت د ځینو کسانو د شتون او فعالیتونو په اړه ډېر مستند معلومات خپاره شوي دي، تر دې چې ځايي خلک ترې په تنګ شوي، هلته د سيمې خلکو ته ستونزې جوړوي او بد چلند ورسره کوي. دا هم د پوښتنې وړ ده چې پوځي رژیم ولې د دوی تر واک لاندې مېشتو خلکو شکایتونو ته جدي پاملرنه نه کوي؟
پاکستان ولې د پرځېدلي جمهوریت يو شمېر افرادو ته ځای او امتیازات ورکوي، خو بل لوري ته بیا په افغانستان د ناامنۍ تورونه پورې کوي؟ پوځي رژیم چې هر ځل د افغانستان په هر ځای کې د نامسؤله وسلوالو د شتون ادعا کړې او بې موجبه بمبارۍ یې کړې دي، هلته هر ځل يوازې ملکي تأسيسات او ملکي وګړي قربانيان وي. نړيواله ټولنه او ټول اړخونه بايد په دې تړاو خپلواکې پلټنې وکړي، نه دا چې د پوځي رژيم پر تورونو او تبلیغاتو د افغانستان پر وړاندې دريځ ونيسي يا چوپ پاتې شي.
په نوشکي، کچلاک، پښین، سرانانو، مسلم باغ، قلعه سیف الله او قمرالدین کاریزونو په څېر سیمو کې هم د شريرو افرادو د شتون او فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي او بيا په بدخشان او نورستان کې د همدې افرادو په وسيله د بې ثباتۍ هڅې پخپله کره ثبوت دی.
خو پاکستان چې د خپل امنیت په ټینګښت کې له ستونزو سره مخ دی، باید د دغو ستونزو اصلي لاملونه په خپل کورني سیاست او امنیتي تګلارو کې ولټوي. د هرې ستونزې پړه پر ګاونډي هېواد اچول د ستونزو د حل لاره نه ده. د پوځي رژیم چارواکي فکر کوي، چې ټول هېوادونه د دوی په څېر تګلاره لري؛ خو داسې نه ده!
افغانستان له نړیوالو سره ښې اړیکې او متقابل درناوی غواړي. د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه باید د تبلیغاتو پر ځای ميداني واقعیتونو ته پام وشي. که څوک افغانستان ته د ناامنۍ لاس نيسي، نو باید لومړی په خپل کور کې وګوري، چې د افغانستان او سيمې د ناامنه کولو لپاره یې څومره دسيسې په کار اچولې دي؟
که د چا خپل کور له ستونزو سره مخ وي، لومړی باید د خپل کور د اصلاح هڅه وکړي. د ګاونډي د پرمختګ نه زغم د خپل هېواد ستونزې نه شي حل کولای. د یوه هېواد پرمختګ باید د بل هېواد دښمني و نه ګڼل شي، بلکې د سیمې هېوادونه باید د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او سوله ییزو اړیکو لپاره هڅې وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


