انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې ډیموکراټ ګوند د استازو مجلس ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړې او په دې سره یې د دغه مجلس کنټرول له جمهوري غوښتونکو څخه خپل کړ، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یې سیاسي ماتې بلل کېږي.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د ټکساس ایالت په ۳۵مه ټاکنیزه حوزه کې د ډیموکراټ نوماند جاني ګارسیا بریا دغه ګوند ته د اکثریت لپاره اړینې ۲۱۸ څوکۍ تضمین کړې دي. د استازو مجلس ټولې ۴۳۵ څوکۍ لري.
د دې پایلې له مخې، ډیموکراټان به وکولای شي د جمهوري غوښتونکو د قانوني طرحو د تصویب مخه ونیسي او د ټرمپ د ادارې په اړه څېړنې پیل کړي.
ټاکل شوې نوی کانګرس د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې کار پیل کړي او ډیموکراټان به په هغه وخت کې د استازو مجلس د رئیس او د بېلابېلو کمېټو د مشرانو د ټاکلو واک ترلاسه کړي.


