Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې تړون څلورمه کلیزه؛ افغانانو او نړۍ ته له عبرت ډک درسونه!
    لیکني

    د دوحې تړون څلورمه کلیزه؛ افغانانو او نړۍ ته له عبرت ډک درسونه!

    صابر افغانصابر افغان29 فبروري 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    نن د کب یا حوت ۱۰مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې تړون د لاسلیک له ورځې سره برابره ده. پوره څلور کاله وړاندې پر همدې ورځ دا تړون د طالبانو له اړخه، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا له اړخه، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا په دوحه کې لاسلیک شو او په دې سره د اشغال د پای ته رسېدو او پر کابل د سپین بیرغ د بیا رپېدو وږمې پیل شوې.

    د دغه تړون له مخې امریکا، ناټو او اشغالګرو قوتونه له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو، قراردادیانو، استخباراتي شبکو او ټولو بهرنیو محاربو کسانو ایستلو ته اړ شول. د دغه تړون له لاسلیک سره سم، په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ له منځه ولاړ او اوس نو یوازې د کابل اداره پاتې وه، چې له هغوی سره تر جوړجاړي او یا هم د هغوی په راپرځېدو سره دا کوچنی خنډ هم له منځه تللی وی.

    که څه هم په لومړي سر کې اسلامي امارت په پوره تدبیر سره غوښتل څو د کابل ادارې ستونزه هم د خبرو له لارې حل کړي او د افغانانو د وینې د تویېدو مخه ونیسي، خو د کابل ادارې واکداران چې دوې لسیزې د اشغال تر سیوري لاندې د واک او ځواک په مزو او نشو کې ډوب وو، له هرې ممکنه لارې په دې هڅه کې وو چې څنګه د خپل واک، مزو او چړچو ورځې او شپې وغځوي، له همدې کبله د قدرت او مزو د پای ته رسېدو خبر دومره لړزانده کړي وو چې ان د مذاکراتو توان یې له لاسه ورکړی و.

    اسلامي امارت په پوره حوصله‌مندۍ سره څو میاشتې د خبرو او مذاکراتو هرې ممکنه لارې ته په تمه پاتې شول، خو کله یې چې د مقابل اړخ دروغ، فرېب او د واک د غځېدو مکرونه ولیدل، د یوې بلې داسې بدیلې لارې لټه یې پیل کړه، چې بیا هم پکې د افغانانو د وینې د تویېدو مخ ونیول شي. د کابل پر ادارې د مجاهدینو اندک نظامي فشار، جګړه‌ييز تدبیر او تکتیک دوی لا نور هم کاواکه کړل او په پرله پسې توګه یې د ولایتونو د تسلیمۍ او ترې د تېښتې لړۍ پیل کړه، ان تر دې چې تر دوو اوونیو په کمې مودې کې ټول هېواد فتحه او د تسلیمۍ لړۍ تر کابله ورسېده.

    دې حالت د کابل کاواکه چارواکي لا پسې کاواکه کړل او هر چا له خپلو بادارانو سره د یوځای تېښتې لاره خپله کړه. که څه هم د ولایتونو تر فتحې وروسته اسلامي امارت یو ځل بیا له زغم کار واخیست او په کابل ښار کې د بې نظمۍ د مخنیوي په موخه یې مجاهدینو ته امر وکړ، تر څو د ښار په څنډو کې پاتې شي، خو کله چې ولیدل شول ښار له ښامارانو خالي شو او هر ښامار ‎له خپل بادار سره د تېښتې لپاره دوی ته کچکول غوړولی، نو په ښار کې د نظم د ټینګښت لپاره را داخل شول او په دې سره تر شل کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پر ارګ سپین بیرغ ورپېد او کابل د ارام ساه واخیسته.

    د دوحې تړون ولې مهم و؟ کله چې د امریکا تر مشرۍ لاندې لوېدیځو قدرتونو ته په افغانستان کې تر شل کلن اشغال او زور ازموینې وروسته خپله بریا ناشونې ښکاره شوه، نو د سولې او ننواتې لار یې خپله کړه. دوی فکر وکړ، چې ښايي په مذاکراتو کې به دوی پر دې وتوانېږي، څو هغو موخو ته ځان ورسوي، چې د جګړې په ډګر کې یې ترلاسه کول ورته ناشوني شول، خو له دې ناخبر وو چې له داسې جهت سره مخ دي، چې لکه څرنګه یې چې د جګړې ډګر ترې ګټلی، همداسې به د خبرو او مذاکراتو ډګر هم ترې ګټي، همدا علت و، چې دا خبرې تر یوه کاله هم اوږدې مودې ته وغځېدې، د مذاکرې پر مېز یې هم له هر ډول نیرنګ او لجاجت کار واخیست، خو دې ټولو هڅو پایله ورنه کړه او د طالب هغه دریځ یې ان یوه سانتي هم بدل نه شو کړای، چې ویل یې: « تر څو چې په افغانستان کې یو بهرنی اشغالګر هم موجود وي، موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو».

    همداسې وشوه، طالب هم د معرکې ډګر ګرم وساته هم د مذاکرې! بالاخره تر اوږدو خبرو او بحثونو وروسته یې دې تریخ حقیقت ته غاړه کېښوده، چې په افغانستان کې تر لا ډېر شرمېدو مخکې له دې خاورې پښې سپکې کړي او ځان ته په عامه اصطلاح د خټې پوزه کېږدي.

    د تړون لاسلیک په هېواد کې د اشغال پای ته رسېدو، د زرګونو زندانیانو ازادۍ، د کابل ناکاره ادارې نسکورېدو، د پردیپالو تېښتې، د غرب له شرمه ډکې ماتې، د امریکايي استکبار زوال، پر کابل د سپین بیرغ رپېدو، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو، په هېواد کې د وینې تویېدو مخنیوي، د فساد، فحشا، غلاوو، ظلمونو، غصبونو او لسګونو او سلګونو نورو مواردو پای ته رسېدو لامل شو.

    د دوحې له تړون څوک سرغړونه کوي؟ د دوحې تړون اصلي محوریت او اساسي ټکي له افغانستانه د بهرنیو اشغالګرو پر وتلو، له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېدو، د تورو لېستونو ختمولو، د زندانیانو ازادۍ، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کولو او دغه راز د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د افغان کشالې حل راڅرخېدل.

    له کومې ورځې چې د دوحې تړون لاسلیک شوی، له هماغو لومړیو وختونو راهیسې امریکايي اړخ په ډېره سپین سترګۍ له دغه تړونه سرغړونه پیل کړې. په ټاکلې نېټه د عسکرو نه ایستل، د افغانستان ملي شتمنۍ له منځه وړل، د تورو لېستونو موجودیت، پر ټاکلې نېټې د زندانیانو نه ازادول، د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه، پر افغانستان د خپلو فرمایشونو د منلو لپاره د فشار سیاست ته مخه کول، اقتصادي بندیزونه، د پیسو کنګل او داسې نور ټول هغه موارد دي، چې امریکا بیا بیا ترې سرغړونه کړې، خو برعکس طالب بیا ټولې هغه ژمنې پوره کړي، چې په تړون کې یې کړې وې.

    دا په خپله د دې څرګندونه کوي چې امریکايي استکبار او غربي مکار هېڅ راز ژمنو او ارزښتونو ته پابند نه دی، بلکې هر څه ته د خپلو ګټو له عینکو ګوري. په دې سره دوی نړۍ ته یو ځل بیا خپل فرېب، دوکه او دوه مخې څېره وښوده. برعکس طالب بیا هغه کارونه وکړل، چې د غرب په ګډون یې ټوله نړۍ ګوته پر غاښ کړه. خپل د سر دښمن ته یې عمومي عفوه وکړه، بلکې په ترڅنګ یې په یوه اداره کې ورته د کارکولو لپاره ځای ورکړ، د کونډې او یتیم کفالت یې ورته وکړ او د خپلې مهربانۍ وزرې یې پرې وغوړولې، ښايي د نړۍ په هېڅ څنډه کې داسې نه وي شوي.

    طالب په افغانستان کې امنیت ټینګ کړ، ادارې یې فعالې کړې، نظام یې جوړ کړ، اردو یې جوړه کړه، پولیس یې جوړ کړل، مالي سیستم یې ورغاوه، د بیارغونې لویې پروژې یې پیل کړې او په سلګونو نور داسې کارونه یې وکړل، چې ښايي نورو ملتونو به په لسیزو کې نه وي کړي.دې چارو هم په کورنۍ کچه او هم په نړیواله کچه د طالب حیثیت لا لوړ کړ او ټول هغه باورونه یې ناسم ثابت کړل چې غرب د میلیاردونو ډالرو پر مټ د تبلیغاتو له لارې د طالب پر ضد د خلکو په زړونو او ذهنونو کې جوړ کړي وو.

    هو طالب مخ پر ودې روان دی، خو امریکايي استکبار بیا نه یوازې دا چې خپل حیثیت یې له لاسه ورکړ، بلکې په افغانستان کې تر شرموونکې ماتې وروسته ورځ تر بلې پر زوال دی، لېرې نه ده چې دا استکبار به هم د پخواني شوروي اتحاد پر برخلیک اخته کېږي او دلته ده چې شاعر وايي: لا تراوسه یې ماغزه په کرار نه دي چاچې ما سره وهلی سر پر څنګ دی د دوحې له تړون باید څه زده‌ شي؟ د دوحې تړون هم په کور دننه د افغانانو او هم بهرنیانو لپاره له عبرت ډک درسونه لري. افغانانو ته یې درس دا دی، چې تل خپل یووالی وساتي، د خپل نظام ترڅنګ ودرېږي، د غرب په غوړو او له فرېب ډکو خبرو ونه غولېږي او بیا د اشغال لاس او پښې نه شي.

    د بهرنیانو لپاره یې د عبرت لوی درس دا دی، چې هېڅکله دې د افغانستان د اشغال او نیولو سوچ نه کوي، د فشار له سیاست دې کار نه اخلي او پر زور دې پر دغه هېواد خپلې مفکورې او ارزښتونه نه تپي، کنه برخلیک به یې د امریکا په څېر شرمناکه ماتې او پښېماني وي

    !

    مخکینۍ مقالهد کب لسمه د دوحې تړون تاریخي ورځ ده
    راتلونکي مقاله غزه: اسرائیلي پوځیانو هغه وخت له سلو زیات کسان ووژل چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه راټول شوي و

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    ټرمپ د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد د امريکا ستره پوځي بريا وګڼله

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا…

    ‏د ايران د اټومي انرژۍ سازمان: د ايران ولس ته ډاډ ورکوو چې د اټومي وسلو جوړول به هېڅکله ونه درېږي

    22 جون 2025

    د ايران لوړپوړي امنيتي چارواکي: د بريد چمتووالی مو درلوده او خپل اټومي سايټونه مو خالي کړي وو

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد د امريکا ستره پوځي بريا وګڼله

    22 جون 2025

    ‏د ايران د اټومي انرژۍ سازمان: د ايران ولس ته ډاډ ورکوو چې د اټومي وسلو جوړول به هېڅکله ونه درېږي

    22 جون 2025

    د ايران لوړپوړي امنيتي چارواکي: د بريد چمتووالی مو درلوده او خپل اټومي سايټونه مو خالي کړي وو

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.