د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې دي، چې د دې څاګانو له فعالیدو سره د استخراج ورځنۍ کچه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې اوس د ټولو فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو، چې ورسره ورځنی استخراج هم له ۱۱۰۰ څخه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.

نوموړی زیاتوي: ” د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال تر پایه پورې به ۲۳ نورې نوې څاګانې هم فعالې شي، چې ورسره به د استخراج ورځنۍ کچه ۳ زره ټنو ته لوړه شي”.

د یادونې وړ ده، چې امو سیند نفتي حوزه کې اوسمهال ۱۵۰۰ تنه هېوادوال په کار بوخت، چې نویو څاګانو فعالېدو سره به کاري فُرصتونه نور هم زیات شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version