اسرائیلي رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې د حوثیانو په مشرۍ د یمن سمندري ځواکونو د اوبو لاندې د فایبر اپټیک څلور مخابراتي کیبلونه زیانمن کړي، چې د اسرائیلو پر لور روان دي.
د یمن هېواد حوثي ځواکونو ویلي دي، که په غزه کې د اسرائیلو پوځیانو برید او ظلمونه ونه درول شي، نو دوی به له هرې ممکنې لارې د اسرائیلو د محاصره کولو له پاره ګامونه پورته کړي.
د حوثي سمندري ځواکونو په وروستي برید کې چې کوم مخابراتي کیبلونه په نښه شویدي، په دې کې له اسیا څخه اسرائیلو ته د انټرنیټ ټرافیک راځي او داسې بریښي، چې دوی بریالي شوي.
راپورونه وایي، چې د باب المندب منځنۍ ژوروالی 200 متره دی او ژوروالی اکثراً د 300 مترو څخه ډېر وي؛ دې کچې ته ښکته کېدل او د کیبلونو زیانمنول، چې په ښه توګه خوندي شوي او د ځانګړي احتیاط سره اېښودل شوي، د حوثیانو د اوبو لاندې برید او دفاعي وړتیا او همدارنګه د دوی تخنیکي کچه هم ښیي.
بل لور ته رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې د یمن وسله والو ځواکونو د عدن په خلیج کې د امریکا د تیلو یوه کښتۍ په نښه کړې ده.
امریکا وایي، په کښتۍ برید شویدی، خو ادعا کوي چې په برید کې کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسېدلی.حوثي جنګیالو وروسته له هغې د اسرائیلو د خواخوږو امریکا، انګلیستان او یو شمېر نورو هېوادونو کښتۍ په نښه کړې، چې پر غزه د اسرائیلو بریدونو زور واخیست او ګڼ شمېر فلسطنیان په کې ووژل؛ دغه ډله وایي، چې بریدونه به یې تر هغې دوام کوي، چې په بشپړ ډول پر غزه د اسرائیلو بریدونه نه وي بند شوي.