له بلوچستان ایالت څخه ځایي سرچینې وایي، د دغه ایالت په مرکز کویټې ښار کې د مسافر وړونکو اورګاډو د امنیت لپاره د لیویز ګمارل شوي ۱۸ تنه پولیسو خپلې دندې پريښي دي.

سرچینې زیاتوي، یاد پولیس د دندو له ترسره کولو څخه تر انکار وروسته د ځایي امنیتي ادارو له‌خوا له خپلو دندو ګوښه شوي هم دي.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، دوی د اورګاډو ساتنې لپاره ټاکل شوي وو او پر جعفر اېکس‌پرېس اورګاډي د بلوڅ بېلتون پالو له خونړي برید وروسته د امنیتي ګواښونو له وېرې له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version