‏د کندوز ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزير مولوي حمدالله نعماني او نورو چارواکو په شتون کې بیرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره پر ۳ زره جريبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د سرپرست حکومت لوړ‌پوړو چارواکو په خپلو خبرو کې د دې ښارګوټي جوړول لویه اړتیا بللې او ډاډ یې څرګند کړی چې سرپرست حکومت به د ټولو تازه راستنو شویو ګډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ښارګوټي ځمکې وېش د طرزالعمل له مخې د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر ته په پام له پنځو څخه تر ۱۵ بسوو پورې په پام کې نیول شوې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version