لیکوال: سلمان باور
احمد مسعود د نظار شورا د جنګي قوماندان احمد شاه مسعود زوی دی، چې لوړې زده کړې یې د لندن پوهنتون (University of London) څخه د جګړهییزو مطالعاتو په برخه کې کړې دي.
چې دی هم د پلار احمدشاه مسعود په څېر د وطن د بربادۍ په خاطر هرې دروزاې ته منډې وهي، پلار یې د وطن لمن ته د ناټو اشر راوست او د خپلو شریرو ملګرو سره یوځای ترې د جګړې په لومړي صف کې روان و.
احمد مسعود هم کټ مټ د هماغه په قدم، قدم ایښی او وطن ته د جګړې د راوړلو لپاره هر چاته لمن په داسې حالت کې غوړوي چې په افغانستان کې یې یو جنګیالی هم د یوې شپې د تېرولو ځای نه لري.
نوموړي تازه په واشنګټن ډي سي کې د هډسن انسټیټیوټ په څیړنیز مرکز کې د ویډیوي کنفرانس د لارې په خبرو کې ویلي: (زمونږ جبهه په افغانستان کې یواځینۍ جبهه ده، چې د نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړه کوي).
دوی ته نړیواله ترهګري د وطن ارامي او یو ټول منلی نظام ښکاري، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ اصل منشأ همدا د شر او فساد ډله ده، دوی د هرې ممکنې لارې وطن ته ترهګرۍ ځالې را انتقال کړې او په را انتقالولو په هڅو کې دي.
احمد مسعود په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې مونږ یواځې پرېښودل شوي یو، مونږ سره باید د وسلو، پیسو او استخباراتي معلوماتو په برخه کې همکاري وشي.
دوی د غربي هېوادونو څخه په داسې حال کې د پیسو او وسلو غوښتنه کوي، چې په ټول هېواد کې دوه ملګري هم نه لري.
دا په دې کار سره غواړي چې خپلې خیالي جبهي ته رسمیت ور وبښي او خپله او ترې د یو څو را تاؤ شويو کورنیو ګیډې د وطن په معاملو وپړسوي.
دوی د شر او فساد ملګري په افغاني جغرافیه کې د شر خورولو لپاره له ټولو لارو کار اخیستی دی، تر څو د هېواد ذخاېیر لېلام او په خپلو بادارانو په ډېر کم څه وپلوري او په فرانسه، تاجکستان، ترکیه، دوبۍ او نورو هېوادونو کې پرې بُلند منزلې جوړې کړي.
دوی یو ځل د وطن او وطنوالو د ناموس په خرڅولو ماړه نه شول، چې اوس بیا ځلې یې په سر د سودا هڅې کوي، خو کانګې شوي او ازمایل شوي خلک هیچاته د بیا باور وړ نه دي، دا لابیګرۍ د خپل کانګي شوي نومونه له مسحې وژغوري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.