د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اصفهان ښار سوېل ختیځ کې پر یوه اټومي سایټ د صهیونیستي اسرائيلو له‌خوا هوایي برید شوی.

سرچینې د اصفهان د مرستیال والي اکبر صالحي له قوله لیکلي: «د هوايي دفاع سیستمونو له فعالیت سربېره بیا هم سایټ هدف وګرځېد.»

د یادونې وړ ده، چې د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل رهیسې یاد رژیم د ایران په بېلابېلو سیمو کې پر اټومي تأسیساتو هوایي بریدونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version