د عبري رسنیو د راپورونو پر اساس تیرو درېیو ورځو کې دوه تنو اسرائيلي پوځیانو ځان وژنه کړې.

سانتیاګو عوفادیا چې د اسرائیلو د ریزرف پوځ ساتونکی چې په ۲۰۱۷ کال کې د فلسطین اشغال شویو سیمو کې د ناحال پوځي لواء کې شامل شوی و، درې ورځې وړاندې یې څان‌وژنه کړې ده.

سانتیاګوعوفادیا تېر کال د اکټوبر په اوومه په غزه کې د جګړې له پیلېدو وروسته له وینزویلا څخه اشغال شویو سیمو ته راستون او غزې ته لېږل شوی و.

همدارنګه اوریاهودا په نوم یو بل ۲۱ کلن اسرائیلي سرتېری چې دوه ورځې وړاندې له غزې څخه راستون شوی و، هم له ورته برخلیک سره مخ او ځان‌وژنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا پېښې صهیونستي پوځیانو کې له وروستیو جګړو وروسته د پراخ رواني کړکېچ څرګندونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version