Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکايي چارواکي ولې د خپلې ماتې د پټولو هڅه کوي؟!
    لیکني

    امریکايي چارواکي ولې د خپلې ماتې د پټولو هڅه کوي؟!

    صابر افغانصابر افغان4 جون 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    په افغانستان کې د امریکايي ښکېلاک او اشغال د ټغر له ټولېدو او له شرمه ډکې ماتې وروسته، د دغه هېواد چارواکي په پرله پسې توګه د عامه اذهانو د تېر ایستلو لپاره بېلابېلې څرګندونې کوي.

    دوی خپله ناکامي کله د دوی پر لاسپوڅې ادارې ور اچوي، کله بیا د سیمې هېوادونه ملامتوي، کله هم د اشرف غني تېښته د خپلې ناکامۍ علت بولي او کله بیا د دوحې تړون د خپلې ناکامۍ اصلي علت بولي.

    د همدې څرګندونو په دوام، تازه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک مکنزي خبرې د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی دی.

    هغه له سي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د تېرې افغان ادارې د پاشل کېدو اصلي علت و.

    نوموړي ویلي چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون کې سترې تېروتنې وکړې او دغه تړون د امریکا د رسمي ماتې او تېرې افغان ادارې د پاشل کېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.

    دا یوازې مکنزي نه دی چې د خپلې ماتې او ناکامۍ له کبله غواړي ذهنیتونه بلې خوا ته واوړوي، بلکې ډېرو نورو امریکایي سیاسیتوالو، نظامي چارواکو او ډيپلوماتانو هم ورته څرګندونې کړي، خو یو څه چې دوی ټول پرې سره په یوه خوله دي، هغه د دوی ماتې ده چې ټول یې مني، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې اصلي علت څه و؟! دا پوښتنه څو اړخیره ده، هڅه کوو چې په دې لیکنه کې یې تر ممکنه بریده را وشاربو.

    کله چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې امریکا او ناټو پر افغانستان برید کاوه، د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش په ډېر غرور او کبر سره وویل چې دوی به طالبان د ځمکې له مخې ورک کوي او هېڅ ځای به د دوی لپاره خوندي نه وي.

    له همدې کبله یې ټوله نړۍ له ځانه سره یوځای کړه او پر افغانستان یې برید وکړ. هغه مهال اسلامي امارت هم د ملکي وګړو د خوندیتوب او ویجاړۍ د مخنیوي په موخه له ښارونو شاتګ وکړ او د جګړې او د جهاد د نوي موسم د پیل لپاره یې چمتووالی پیل کړ.

    دې چارې امریکايان، د هغوی متحدین او دغه راز لاسپوڅې افغان اداره ډېر زړور کړل او فکر یې کاوه چې ګواکې طالبان یې په بشپړه توګه له منځه وړي او افغانستان نور د تل لپاره د دوی ظالمانه پنجو ته ولوېد، خو دوی له دې ناخبره وو چې په لنډه موده کې به دا هرڅه بدل شي، افغانستان به د نورو امپراتوریو په څېر د دوی لپاره هم پر هدیرې بدلېږي او افغان شازلمي به د دوی د ټپوسانو ښکار پیل کړي.

    په پیل کې د افغانستان په جنوب کې د دوی پر وړاندې سختې جګړې پیل شوې چې لسګونه او ان سلګونه عسکر یې پکې له لاسه ورکړل، زغره وال ټانګونه، ژوبلې او نورو امکانات او وسایل یې پکې له منځه ولاړل. دې چارې یو ځل بیا سپینه ماڼۍ او د دوی متحدین ووېرول او خوبونه یې له سترګو وتښتول.

    له همدې کبله یې خپل وحشت څو چنده کړ، چاپې یې پیل کړې، د محلي پولیسو او اربکیانو په نوم یې د ټولنې له خوا رټل شوي، غله، ډاکوان، ظالمان او نشه‌یان مسلح کړل او هڅه یې کوله چې پر هغوی مجاهدین وداړي او د دوی پر وړاندې د مبارزې روحیه کمزورې کړي.

    د پوځي او نظامي برخې ترڅنګ دوی په فرهنګي، سیاسي او نورو ټولو جبهو کې د طالبانو پر وړاندې فشار ډېر کړ او هڅه یې دا وه چې د دوی له خوا د جګړې او مبارزې په شدت کې کموالی راولي، خو د دې هرڅه پایله برعکس وه، نه مبارزه سړه شوه او نه هم مبارزین کمزوري شول، بلکې په دوی کې د جهاد، د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ ولولې ورځ تر بلې په ډېرېدو وې او د خپل هېواد او خاورې د ازادۍ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وو.

    امریکایانو او د دوی متحدینو نږدې شل کاله تر هر اخیز فشار وروسته، دې پایلې ته ورسېدل چې نور د اشغال دوام ورته هېڅ نه لري او نه هم د دغه ستر او عظیم ملت اراده ماتولی شي، ځکه دوی خپل ټول وسایل، امکانات، وسلې او ټکنالوژۍ وکارولې، وحشتونه یې وکړل، خو هېڅ یې ترلاسه نه شو کړای، نو ځکه یې ورو ورو خپلې پښې راټولولې او په دې ډاډه شول چې دلته یې هر ورځ پاتې کېدل ورته په ستره بیه تمامېږي او که پښې سپکې نه کړي د شوروي اتحاد، انګرېز او نورو اشغالګرو پر برخلیک اخته کېږي.

    له همدې کبله یې له ډېر مجبوریته خبرو او سولې ته غاړه کېښوده، امریکایان له مجبورې ورځې د دوحې تړون ته اړ شول، دوی بل هېڅ چاره نه درلوده، نو ځکه باید امریکایي چارواکي، سیاسیون او پوځي چارواکي خپله شرمېدلې ماتې او مجبوره ورځ ومني، نور دې بهانې نه کوي او نه دې هم د عامه ذهنیتونو د بدولولو هڅه کوي، ځکه هرڅه د لمر په څېر روښانه وو، ګټلی او بایللی معلوم دي.

    دوی ته اوس ښايي چې خپلو راتلونکو نسلونو ته دا درس ورکړي او دوی وپوهوي چې بیا هېڅکله هم دې خاورې او خلکو ته په بده ونه ګوري، کنه دوی به هم پر همدې ناوړه او له شرمه ډک برخلیک اخته کېږي.

    مخکینۍ مقالهلوړو زده کړو وزارت د هېواد دیني مدارسو او پوهنتونونو ممتاز محصلان او فاضلان وستایل
    راتلونکي مقاله د دوو امنیتي ادارو مشران متحده عربي اماراتو ته تللي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 مې 2025

    مولوي اميرخان متقي او جې‌ شنکر د هند او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې په لوړولو خبرې کړي

    بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ياد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي او د…

    ‏د اسامه بن زید رض د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

    15 مې 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

    15 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي اميرخان متقي او جې‌ شنکر د هند او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې په لوړولو خبرې کړي

    15 مې 2025

    ‏د اسامه بن زید رض د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

    15 مې 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

    15 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،851 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.