هرکله چې د یو داسې لوی کشور په حد کې یوې مجموعې خبره وي چې پکې مختلف فکري جمعیتونه او قومونه شتون ولري او پرېکړې د حاکمې ادارې د ثابت یا متغیر غړو پر بنسټ ترسره کېږي، ټول په یوه مسئله کې راټولول او د ترلاسه شوې پایلې په اړه یې نظرونه یو خوا کول، د مختلفو سمو او نا سمو دلایلو له مخې یو څه ستونزمن او کله ناممکن او شاید هم محال وي.
له بلې خوا باید هېر نه کړو چې د هرې پرېکړې د سموالي معیار ټولنیز اتحاد او اتفاق نه دی، بلکې د پرېکړو صحت او د تصمیم نیونې د چوکاټ سموالی د اعتبار معیار دی او په همدې مستحکمه څلور دېوالي کې یې شتون ټولنیز خیر راوړی.
سره له دې چې په تصمیمونو او کړنو کې د دې چلند د وضاحت او سالمیت سره سره، په هره کرښه کې تل دوه ډلې شتون لري: موافقان او مخالفان.
تر هر څه لومړی غواړم دا اضافه کړم چې د دوو جلا ډلو په شتون او حضور کې د مختلفو افکارو او اندونو شتون کومه ستونزه نه لري او دا ریښه لرونکي ستونزې نه رامنځته کوي، په دې شرط چې اختلافونه رغنده وي او د صداقت، عدالت او صمیمیت پر بنسټ ولاړ وي.
اختلاف باید د سالم او ښه تصمیم ته د رسېدلو لپاره وي، نه دا چې په هر قیمت خپله خبره تحمیل کړو او یا په هره ممکنه طریقه د منصب، مال او منال ته د رسېدلو لپاره ترې استفاده وکړو.
په داسې حالت کې باید درود ووایو او اختلاف ته رحمت ووایو او له مختلفو او متنوع افکارو څخه د پرمختګ د خوندي لارو په لټه کې شو.
خو کله کله داسې هم کېږي، چې اختلاف د شخصي موخو او دنياوي خواهشاتو پر بنسټ وي او يواځينی معيار يې د نفس او باطني خواهشاتو پوره کول وي او موخه يې د امورو د اداره کولو لاره وي، نه کوم بل څه.
په داسې وختونو کې، دا ستونزمنه او یو څه مبهم ده چې پرېکړه وکړو او موافق خلک وپېژنو او د دوی سره په سم صف کې ودرېږو.
البته كه اسلام د حق او حقيقت معيار وي نو بله خبره ده چې د لارې په سموالي او مطاف كې هيڅ شک نشته او هر هغه څوک چې په مخالف سنګر كې وي هغه په غلطۍ، خسران او تاوان کې دی.
نو له دې وروسته چې موافق خلک په سمه توګه وپېژندل شي چې څوک دي او د ظالمو مخالفانو په اړه د اهل علم لخوا یوه مدلله فتوا صادره شي، نو د تقابل او مقابلې امکان رامنځته شي.
په دې کې شک نشته چې اسلام حقیقي دین دی او تعلیمات یې خدای تعالی او جنت ته د رسېدو لاره ده او د اسلام تر چتر لاندې راتلل انسان د زمانې، نفس او شیطان له ټولو آفتونو څخه ساتي او د دې قافلې سره یو ځای کېدل انسان خپل منزل ته رسوي.
له بلې خوا له اسلامي نظام سره مخالفت او د هغه پر ضد راپاڅېدل او د ړنګولو فکر ساتل یې ناروا، نامشروع او نا جایز دي او برعکس په خپله له مخالفانو سره جګړه او مقابله روا ده.
په اسلامي نظام کې دا په غلط استقامت کې مقاومت کوونکي باغیان بلل کېږي او د هر هیواد او چاپیریال له شرایطو او مقتضی سره سم د هغوی لپاره نښې او نښانې درج شوي دي.
د یادښتونو په دې لړۍ کې د باغیانو ځینې نښې او د هغوی د انحراف لاملونه او د هغوی د نیتونو په اړه په وضاحت سره خبرې شوي دي.
په دې هیله چې په هر څه کې به احتیاط او اعتدال په نظر کې ونیول شي او د حقدار په حق کې به نه زیاتی او نه هم کمی وشي او نه به په ناحقه رد او شک کې ظلم او جبر ته اجازه ورکړل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.