د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص حکم د تطبيق په اړه د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) څرګندونې، چې قصاص پهکې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو پر ناخبرۍ ولاړ عمل بللی دی.
اعلامیه کې وړاندې راغلي؛ لکه څنګه چې شریعت کې د شرعي حدودو له تطبيق څخه انکار نهشي کېدی او شرعي نصوصو کې «ژوند» یاد شوی نو پر همدې بنسټ سرپرست حکومت هم د قصاص حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.
بهرنيو چارو وزارت ویلي، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نهزغم عمل دی چې بايد په راتلونکې کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د درې ګونو محکمو له بشپړې ارزونې وروسته نهایي کېږي او همدا راز تورن ته له پیله د ځان د دفاع بشپړ حق ورکول کېږي.