د ترکیې د دفاع وزارت په پلازمېنه انقره کې د چهارشنبې ورځې له برید وروسته په عراق او سوریه کې د PKK وسله والو پر مرکزونو له هوايي بریدونو خبر ورکړی.
یاشار ګولر د ترکیې دفاع وزیر د ترکیې د فضايي صنایعو پر کمپلیکس د وسلوال برید پړه پر کورد بېلتون پالې ډلې PKK واچوله او دوی یې د شوي برید عاملین وبلل.
د ترکیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ماښام په یوې بیانیې کې وویل:«د عراق او سوریې په شمال کې یې د وسلوالو پر مرکزونو هوایي عملیات ترسره کړي او د وسلوالو ۳۲ مرکزونه يې په پوره بریالیتوب سره له منځه وړي دي».