Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي
    سیاسي لیکني

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    عمران آغاعمران آغا9 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د څو لسیزو جګړو، بې ‌ثباتۍ، اشغال او پردیو لاسوهنو له امله ستر انساني، اقتصادي او ټولنیز زیانونه لیدلي دي. د دغو جګړو تر ټولو لوی قربانیان عام افغانان وو؛ هغه خلک چې خپل دوستان یې له لاسه ورکړل، له خپلو کورونو بې‌ ځایه شول، له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ شول. د جګړو اوږدې لړۍ د هېواد پر پرمختګ، تعلیم، اقتصاد، ملي یووالي او نورو اړخونو ژور اغېز کړی دی.

    له همدې امله هر هغه غږ او دریځ چې یو ځل بیا افغانان د کورنۍ جګړې په لور هڅوي، باید په ډېر دقت وارزول شي. د شرعي او ملي مصالحو په چوکاټ کې د نظر څرګندول د هر چا حق دی، خو د تاوتریخوالي او جګړې تبلیغ د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک تمامېدای شي. د جګړې بیا پیل نه یوازې سیاسي ستونزې نه حل کوي، بلکې د خلکو ستونزې لا زیاتوي.

    نن سبا د افغانستان خلکو د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زده‌کړه کړې ده. خلک پوهېږي چې کورنۍ جګړې یوازې او یوازې د افغانستان لپاره زیانمنې دي؛ همدا پوهاوی د دې لامل شوی چې ډېری افغانان د جګړې پر ځای د ثبات، خبرو او ملي یووالي غوښتونکي دي او نه غواړي یو ځل بیا مخالفې ډلې د افغانستان اوسنی حالت کړکېچن کړي.

    تاریخ ښودلې چې افغانستان څو ځله د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو ډګر ګرځېدلی او د بهرنیو لاسوهنو اغېزې پر هېواد ډېرې درنې تمامې شوې دي. څېړنې او نړیوال راپورونه هم دې ته اشاره کوي چې سیمه‌ییزې سیالۍ او بهرني رقابتونه د افغانستان پر امنیت او ثبات اغېز لرلی دی او که یو ځل بیا دغسې ترخې تجربې تکرارېږي، نو زیان به یې تر پخوا زیات وي.

    د افغانستان راتلونکی باید د جګړې، کرکې او انتقام پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي او ملي ګټو، متقابل درناوي او ګډ کار پر بنسټ جوړ شي. افغان ولس تر هر څه ډېر د شرعي نظام، سولې، امنیت، اقتصادي ودې او د خپلو اولادونو لپاره د هوسا ژوند غوښتونکی دی. هر څوک چې د جګړې پر ځای د سولې، تفاهم او ملي یووالي غږ پورته کوي، د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره اغېزمن رول لوبولای شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست
    راتلونکي مقاله د پکتیکا او خوست د دوو قومونو ترمنځ څه باندې سل کلنه بدي حل شوه

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزیر د بنګله‌دېش له علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو سره کتلي

    د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي…

    اسرائیل په بیت‌المقدس کې د بريتانیا قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې

    9 سپتمبر 2026

    بريتانيا په اشغال شوي فلسطین کې د اسرائيلو په تولید شویو توکو بنديزونه اعلان کړل

    9 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بهرنیو چارو وزیر د بنګله‌دېش له علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو سره کتلي

    9 سپتمبر 2026

    اسرائیل په بیت‌المقدس کې د بريتانیا قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې

    9 سپتمبر 2026

    بريتانيا په اشغال شوي فلسطین کې د اسرائيلو په تولید شویو توکو بنديزونه اعلان کړل

    9 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.