د راپورونو له مخې، دوه لوړ رتبه ایراني قاضیان محمد مقیسه او علي رازیني نن د ایران سترې محکمې ودانۍ ته څېرمه په یو وسله‌وال برید کې وژل شوي.

د ایران فارس خبری اژانس خبر ورکړی، چې په دغه برید کې یو بل قاضی او یو ساتونکی هم ژوبل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګر له ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده. د یادې پېښې اړوند پلټنې روانې دي او لا نور جزئیات یې نه دي رسنیز شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version