اترا ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وېلي چې د يادې ادارې عمومي ريیس، مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د جنوبي اسیا د مقرارتي ادارو په پنځه ویشتمه غونډه کې ګډون په موخه هند هېواد ته تللی دی او ټاکل شوې چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي.
اترا اداره وايي دغه غونډه چې د هند هېواد په کوربه توب جوړه شوې ده، د سویلي اسیا د مقرراتي ادارو رئیسانو او ټاکل شویو استازي پکې ګډون کوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ د جنوبي آسیا د مقرراتي ادارو غونډه هر کال جوړيږي او موخه یې د جنوبي اسیا په کچه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د قوانینو او مقرراتو همغږي کول او د نړیوالو معيارونو سره د سیمه ايیزو خدمتونو تطابق دی.