د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ويلي چې، د تېر کال د لړم میاشتې په پرتله سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو په پرتله د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

د ښاغلي نوري په وینا، په یاده میاشت کي د افغانیو ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۲،۰۵ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵،۰۴ سلنه، د ایراني ریال پر وړاندې ۲۶،۱۹ سلنه، د ترکۍ لېرې پر وړاندې ۱۸،۳۴ سلنه، د ‎پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲،۰۹ سلنه، د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۱،۳۲ سلنه لوړ شوی دی.

ښاغلي نوري د افغانیو د ارزښت لوړوالي لامل د افغانستان بانک د پولي سیاستونو بریالی تطبیق بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version