Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغان ښځو حقونه؛ د استخباراتي کړیو د سوداګرۍ ابزار
    سیاسي لیکني

    د افغان ښځو حقونه؛ د استخباراتي کړیو د سوداګرۍ ابزار

    عمران آغاعمران آغا3 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت تر حاکمیت لاندې پر ښځو مزخرفې بهرنۍ پروژې پلې کېدې، چې هېواد یې ورځ تر بلې د پردیو کلتورونو، اختلاط، ناوړه اړیکو او په مجموع کې د بنسټیزو شرعي اصولو د ماتېدو لور ته سوق کاوه، د دې پروژو تطبیق کوونکي تش په نوم فعالان، سیاسيون او د ښځو په نوم د بنسټونو مشران او مشرانې وې، چې د خپلو شخصي ګټو په حرص کې یې اسلامي او ملي ارزښتونه، کلتور او د هېواد راتلونکې له پامه غورځاوه. اوس چې د جمهوریت له پرځېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي، د پردیو پروژو تطبیق کوونکي هم له هېواد څخه تښتېدلي او په هېواد کې دننه د فعالیت توان نه لري.

    همدا کسان اوس په بهر کې د افغان ښځو د حقونو تر نامه لاندې له بهرنیو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو سره پټې معاملې کوي. دا افراد د استخباراتي سازمانونو د اوپراتیفي او تورو پیسو په ترلاسه کولو سره د هېواد د عزت او د کورنیو حقونو د تأمین پر ځای، د خپلو بهرنیو بادارانو اجنډاوې پلې کوي. دا ډول معامله ګري د دې لامل شوې چې د ټولنې باور په ټوله کې پر دغو فعالانو کم شي او داسې وانګېري چې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره د خپل هېواد پښې وهي.

    دا استخباراتي مهرې یوازې د «ښځو د حقونو» له نوم څخه د ابزار په توګه کار اخلي ترڅو خپلو بهرنیو تمویلونکو ته دا وښيي چې دوی لا هم په میدان کې فعال دي او د نفوذ ځواک(!) لري. دوی په اصل کې د ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره هېڅ علاقه نه لري، بلکې د نمایشي غونډو او شعارونو له لارې غواړي خپل استخباراتي امتیازات او مالي پروژې جاري وساتي. د دوی فعالیتونه یوازې یو کاذب تصویر دی چې په پاکستان او ځینو اروپایي پلازمېنو کې د استخباراتي رابطانو د خوښۍ لپاره وړاندې کېږي.

    دا افراد د آی‌ایس‌آی او نورو افراطي کړیو په خدمت کې دي او د هغوی په لارښوونه داسې سناریوګانې طرحه کوي چې ظاهراً د حق غوښتنې رنګ لري، خو په باطن کې د استخباراتي موخو لپاره یوه نمایشي لوبه ده. د دوی یوازینی هدف د مالي پروژو تمدید، د مالي امتیازاتو ترلاسه کول او په بهر کې د سیاسي موقفونو ساتل دي. دوی په داسې حال کې د «فعال پاتې کېدو» ډرامه لوبوي چې د پاکستاني استخباراتو په شمول ځینې نور استخباراتي سازمانونه، په افغانستان کې د استخباراتي پروژو لپاره د فوزیه کوفي او د هغې د همفکرانو په څېر د وفادارو اجیرانو په لټه کې دي.

    اوس چې د سیمې استخباراتو په دې صفونو کې ښکاره نفوذ کړی، نو د دوی د مبارزې ماهیت هم له اصلاحي حالت څخه په یوې تخریبي او تجارتي پروژې بدل شوی. دا څو محدود اشخاص او فعالانې چې د استخباراتي سازمانونو مهرې ګرځېدلي، باید وپېژندل شي او رسوا شي. دوی په بهرنیو هېوادونو کې په مجللو هوټلونو کې ناست دي او د افغان ښځو د حقونو په نوم معاملې کوي، یوازې د دې لپاره چې د دوی لپاره بهرنۍ پروژې دوامداره شي.

    ځینو تش په نوم پخواني افغان سیاسيونو، فعالانو او چارواکو هم د دغو بهرنیو استخباراتو د نفوذي کړیو پر کاذبو فعالیتونو سکوت اختیار کړی، چې په حقیقت کې د دوی تائید کوي او پرې خوښ دي؛ ځینې بیا برعکس په ښکاره د دغه کړیو ستاینه او ملګرتیا کوي، چې دا هم د افغانستان د علیا مصالحو په ضد دریځ نیول دي. پکار ده چې واقعي افغانان د دغه پروژه‌يي حرکتونو په وړاندې اصولي او واقع بینانه دریځ ونیسي او د رسوا کولو لپاره یې هڅې وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبېړنی‌خبر
    راتلونکي مقاله ټرمپ د امریکا لویه څارنواله له دندې ګوښه کړه

    مربوطه لیکنې

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026

    د ولس غوښتنې او په وړاندې یې د مخالفو ډلو سیاستونه

    7 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 13 اپریل 2026

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم په تېرو ۴۰ ورځو کې د…

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    13 اپریل 2026

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.