شرقي افریقا کې د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې «حرکة الشباب المجاهدین» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سومالیې شبیلي ولایت هاوادلي سیمه کې یې د صلیبي ځواکونو یوه جنګي چورلکه نسکوره کړې ده.

د راپورونو له‌مخې، دا سیمه چې له کلونو راهیسې د افریقايي ځواکونو تر اشغال لاندې وه، الشباب ځواکونو بېرته نیولې او د اسلامي شریعت له مخې یې اداره کوي.

د الشباب مجاهدینو همداراز ویلي، چې تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي «څو ټول اشغالګر له سومالیا واېستل شي او بشپړه اسلامي واکمني ټینګه شي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version