د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې، د یاد کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د مرستیال او د کورنيو چارو وزارت معین ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوې.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي برخو د تشکیلاتو د تنظیم تر څنګ، پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو بحث شوی دی.
د خبرپاڼې پر دوام راغلي چې، ګډونوالو د تشکیلاتو د تنظیم او اصلاح پر اهمیت ټینګار کړی او د یوه منظم میکانیزم د رامنځته کولو غوښتنه یې کړې، څو متعهد، مستحق او مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.
همداراز، په یاده غونډه کې د تصفیې اړوند چارو په اړه، غونډې ته راپورونه وړاندې شوي او ویل شوي چې دغه لړۍ نهايي مرحلې ته رسېدلې او چارې به یې په نږدې وخت کې بشپړې شي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې، د غونډې په اوږدو کې ټینګار شوی چې د ځواکونو د کمیت پرځای باید کیفیت ته جدي توجه وشي.