Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه
    لیکني

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    عمران آغاعمران آغا3 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مقاومت شوری چې د افغانستان د معاصر تاریخ بدنامې او هېواد پلورونکې څهرې پکې راټولې دي، د امریکا د استازو مجلس د هغه پریکړې په اړه اعلامیه خپره کړې، چې له افغانستان سره یې د نړۍوالو مرستو د بندولو په تړاو خپره کړې ده.

    په دې اعلامیه کې یو ځل بیا د دې کسانو له اوږد مهاله ویرې او وهم څخه پرده پورته شوې ده. یادې شوری د امریکا د استازو مجلس د پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې امریکا به یې ملاتړ وکړي؛ دا یوه داسې دعوه ده چې ولسي مشروعیت نه لري او د پردیو د ملاتړ په توهم د یوه منزوي، منجمد او له واقعیت څخه د لیرې ذهنیت له انعکاس پرته بل څه ندي.

    دې شوری په تېرو څو کلونو کې خپله ټوله سیاسي پانګونه د پخوانیو غربي ملاتړو په بیا راګرځولو متمرکزه کړې او داسې انګېري چې تېره تجربه به بیا تکرار او خپل ځان وفادار وښيي، یو ځل ییا به د قدرت پر ګدي کېني. حال دا چې د تېرو څلورو کلونو تجربه ښيي چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه دا څهرې له کاره لویدلې او بې‌ اغېزې ګڼي؛ دوی نه د ولس په منځ کې ځای لري او نه هم د خلکو د ارادې پر وړاندې د درېدلو توان لري.

    په دې اعلامیه کې یو مهم څه د ملت د استازولۍ د غولوونکې ادعا تکرار دی. مقاومت شوری ځان د افغانستان د خلکو استازی ګڼي، په داسې حال کې چې نه د خلکو رایه او نظر ورسره مل دی او نه هم ولسي مقبولیت له ځان سره لري. د افغانستان خلک دا کسان نه‌ یواځې له عام ولس څخه لیرې ګڼي، بلکې د تېرو دوه لسیزو د سیاسي ناورین، فساد او یرغلګرو ته د هېواد د سپارلو اصلي عاملین یې بولي.

    که دې شوری په ریښتیا هم د ملت استازیتوب کولی، نو د خپلو خلکو او ولس په وژلو، ترټلو او له دښمنانو سره د هېواد د اشغال په پروژه کې به شریک نه وای، یا لږ تر لږه به یې د ځان د بډایه کولو له حرص لاس اخیستی او د ملت د فقر د ختمولو لپاره به یې کوم ګام پورته کړی وای. خو دوی د تېرو شلو کلونو واکمنۍ پر مهال د ولس د خیر لپاره لږ قرباني هم نده ورکړې او نه یې هم کوم مقاومت کړی.

    د دوی دا نوې ادعا چې نړۍوالې مرستې دې له شفافو لارو څخه انتقال شي چې ګواکي همدوی دي؛ دا په اصل کې د بشردوستۍ په نوم د یوې فاسدې شبکې د بیا راژوندي کولو هڅه ده.

    افغان ولس له دوه لسیزو ترخو تجربو وروسته په دې ډیر ښه پوه شوي او دا یې ډیره ښه درک کړې، هر هغه شعار چې د دوی له لوري د ملت په نوم پورته کېږي، شخصي او کورنیو ګټو ته د یوه پوښښ له جوړولو پرته بل څه نه دي.

    اوس مهال افغان ټولنه نه د غرب پخوانیو نسخو ته هیله‌منه ده او نه د پرونیو خاینانو په تېر ایستونکو جعلي ټربیونونو باندې دوکه کېږي.

    د افغانستان ملت، چې له ژورو تاریخي دردونو او ناسور زخمونو سره ژوند کوي، په دې ښه پوهېږي چې د هغو څهرو بیا راتګ چې یوازینی هنر یې د پردې شاته معاملې، لابي‌ ګرۍ او د غرب په تالارونو کې ناستې ولاړې دي، یوازېنۍ معنی یې د ناکامۍ، فساد او ماتې د تسلسل بیا راتګ دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي
    راتلونکي مقاله د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    مربوطه لیکنې

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026

    پاکستان؛ د وسلو د تولید او سوداګرۍ منظم مرکز او د سیمې لپاره ګواښ

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 اپریل 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان ځواک تېرو لسو ورځو کې له ۱۱۰ څخه زياتو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    اتحاد المجاهدین پاکستان غورځنګ، په یوه انفوګرافیک کې د تېرو ۱۰ ورځو بریدونو معلومات نشر…

    د کندهار پوهنتون محصلانو د استوګنې ځای په اړه د راپورته شویو ستونزو د حل هڅې‌ روانې دي

    16 اپریل 2026

    ځایي رسنۍ: پاکستاني رژیم نهه نور بلوڅان له خپلو کورونو ایستلي او ورک کړي دي

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اتحاد المجاهدین پاکستان ځواک تېرو لسو ورځو کې له ۱۱۰ څخه زياتو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    16 اپریل 2026

    د کندهار پوهنتون محصلانو د استوګنې ځای په اړه د راپورته شویو ستونزو د حل هڅې‌ روانې دي

    16 اپریل 2026

    ځایي رسنۍ: پاکستاني رژیم نهه نور بلوڅان له خپلو کورونو ایستلي او ورک کړي دي

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،177 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.