څه موده کېږي چې د شر او فساد بې‌بنسټه خبرو د دروغو او چل پولې ماتې کړي او د خپلو محدودو مخاطبینو شعور ته په سپکاوي سره، په مختلفو غونډو او مجلسونو کې د خندا وړ ادعاوې کوي.

دا بدنامه تور مخي، چې پرته له بې‌بنسټه څرګندونو بل څه نه لري، له دې وروسته چې د افغانستان پر نظامي بریدونو کاذبې ادعاوې یې وکړې، اوس له څه مودې راهیسې نړۍ ته د دې هېواد د بهرنیو وسله‌ والو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکوي.

هغه ادعا، چې واک ته د سرپرست له رسېدو راهیسې هیڅ نړیوال استخباراتي ځواک یې تائید نه دی کړی او نه یې دا ډول تورونه منلي دي.

د شر او فساد ډلې بیا په دې ټوله موده کې ونه توانېدې چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوچني سندونه هم وړاندې کړي او خپله خبره په نړیوالې ټولنې باندې ومني.

کله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د څار او تحلیل ډلې لخوا ورته څرګندونې وشوې، امریکایي چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او څرګنده یې کړه چې دا معلومات په بېلابېلو برخو کې د امریکا د استخباراتي ټولنې له تحلیلونو سره سمون نه لري.

په همدې تړاو، د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د شر او فساد بې‌بنسټه تورونه رد کړي او افغانستان یې له بهرنیو ډلو څخه پاک بللی دی.

هغه د جنوري میاشتې په جریان کې، په خپلې وروستۍ وینا کې د امریکا د ولسمشر په توګه ویلي، چې افغانستان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرو لپاره پټنځای نه دی او له دې هېواده امریکا ته هیڅ ګواښ نشته.

دغه څرګندونې یو ځل بیا د شر او فساد ډلو په بې‌بنسټه خبرو د رد مهر وواهه او د نړۍ د خلکو لپاره د طنز وسیله وګرځېدې.

خو د تاریخ دغه تور مخي لا هم له خپلو بې‌ځایه خبرو نه دي تېر شوي او سره له دې چې د خپلې دې پوچې ادعا په مکرر ډول ردول زغمي، په اوازو خپرولو او د دې ادعاوو د رد او بدل کولو هڅه کوي، تر څو د غلامۍ لپاره نوی بادار پیدا کړي؛ هغه خیال چې هر ځل له ماتې سره مخ شوی او په بنده دروازه یې سر لګېدلی دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version