د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې سوريه کې د تحرير الشام غورځنګ له پرلپسې برياوو او پلازمېنې دمشق ته د جګړې له رسېدو سره سم د بشارالاسد رژيم له زرو ډېر پوځيان عراق ته تښتېدلي دي.
د يادونې وړ ده چې دا مهال جګړه د سوريې پلازمېنې دمشق ته رسیدلې او وړاندوينه کېږي چې ډېر ژر به د بشارالاسد رژيم نسکور او سوريه د تحرير الشام لاسونو ته په بشپړه توګه ولوېږي.