Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جعلي واک او پيسو په څپو کې، د شر او فساد ډلې بې رحمه سفر
    لیکني

    د جعلي واک او پيسو په څپو کې، د شر او فساد ډلې بې رحمه سفر

    عمران آغاعمران آغا31 اکتوبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شر او فساد ډلې هدف يواځې واک او پيسه ده؛ دوی ته دا فرق نه ورکوي چې پيسه څوک ورکوي، څوک يې وطن يرغمل کوي، څوک يې وطنوال وژني، او څوک د افغان ولس په عزت او وينو سوداګري کوي؛ بس چې دوی ته پيسې رسېږي نو هر څه ته تيار دي او د دې لپاره د هر بهرني طاقت په خدمت کې وي.

    دوی د تاریخ په اوږدو کې يواځې همدا کار کړی؛ ولس يې وژلی، په ولس کې يې تفرقه او کورنۍ جګړې جوړې کړي او دا وطن يې لوټې، لوټې کړی؛ د بېلګې په توګه د ۱۹۹۰ مو کلونو جګړې، په ځانګړې توګه د ټوپک سالارۍ دور، هغه مهال چې د واک پر سر يې پاټک سالاري جوړه کړې وه کوم چې د افغان ولس لپاره د ویرې او تفرقي یوه دوره وه.

    په دغه وخت کې د افغان ملت د جهادي مبارزې وروسته د پياوړتيا، اسلامي نظام او اتحاد پر ځای د دې ډلې له لوري د خیانت او درغلیو یوه لړۍ پیل شوه؛ د وژنو، تعصب، او د افغانستان د وېش د خوبونو ليدل پيل شوه، د افغانانو عزت او مالونه لوټل پيل شوه، د چور او فساد يوه لړۍ راپيل شوه او دا ملت و وطن يې تباه و برباد کړ.

    د شر او فساد ډله د ټوپک سالارۍ په دور کې د آی ايس آی و ډول ته ګډېدل؛ تر څو د واک په راتلو کې له دوی سره مرسته وکړي. آی ايس آی له دې ډلې څخه په ګټه اخيستنې افغان وطن لوټې، لوټې او افغان ولس کې يې بدبيني وروستي حد ته ورسول.

    د بن په کانفرانس کې چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۵مه نېټه ترسره شو؛ دوی امريکايي يرغل ته لبيک و وايه تر څو جعلي سلطه او شتمني ورته و رسېږي؛ د دې کنفرانس په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د ختمېدو او د نوې حکومت د جوړولو لپاره ناستې او پرېکړې وشوې، کوم چې د دې ډلې ترمنځ د قدرت او پيسو د ترلاسه کولو لپاره یوه طلايي موقع وه؛ چې دوی ته يې د شلو کلونو د لنډغرۍ، جعلي واک او شر و فساد زمينه برابره او غوښنه برخه د نظام ورته وسپارل شوه.

    دوی هر بهرني جاسوسي سازمان ته جاسوسي د همدې پيسو او جعلي واک لپاره کړې؛ اوس هم د نړۍ هر ځواک ته په زاريو دي چې «موږ ستاسو هر امر پر سر سترګو منو او افغانستان کې هر هغه څه چې تاسو يې غوښتنه لرئ، موږ يې درکوو، خو زموږ سره د بيا ځلي جعلي واک اخيستلو کې مرسته وکړئ».

    د روسي يرغل له خاتمې سره، چې په ۱۹۸۹ کال کې د افغانستان له خاورې و وتل، دوی د روسانو سره اړيکې جوړې کړې وې تر څو واک ته و رسېږي؛ دوی د روسي اشغال پر مهال نه يواځې دا چې مجاهدين يې ځانونه بلل، بلکې د روسي پوځ سره اړيکې یې هم د قدرت د ترلاسه کولو لپاره ساتلې.

    دغه د اقتدار تنده د دوی د غلامۍ د داستان او د دوی د اقتدار په لور لومړنی قدم وو او له همغه ورځې څخه د اقتدار لوږې لېوني کړي؛ جعلي واک پسي لالهانده ګرځي او وطن، ولس، عزت او هر څه يې تر پردو قربان کړي.

    شلو کلونو کې د دې ډلې لنډغري، قتل عام، او ولس کې تفرقه د غرب د خوشحالولو لپاره تر سره شوه؛ البته بادار يې له دوی څخه د کار اخيستلو پس دوی خوشي پرېښودل.

    اوس د طالبانو د بياځلي واک ته رسېدو سره؛ دوی نه يواځې غرب بلکې روس، تاجکستان، ايران او پاکستان ته هم زارۍ کوي چې ستاسو هر خواهش او هدف به افغانستان کې عملي کېږي، خو بس تاسو راسره مرسته وکړئ!

    په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د داعش او شر و فساد ډلې تر منځ د آی ايس آی په رهبري کې غونډې وشوې چې دوی له يو او بل سره تسليحاتي او مالي مرستو توافق ته سره ورسېدل.

    په پاکستان کې د بلوچستان په سيمه کې دغه دواړې ډلې د آی ايس آی په رهبري کې روزل کېږي؛ دا غونډې د دې لپاره وې چې د دې ډلې تر منځ همکاري او اړيکې پياوړې شي، تر څو د طالبانو او افغانانو مخالف په ګډه وجنګېږي او وکولای شي افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي، بيا ځلي د غربي ګټو مدافعين شي.

    د دغې ډلې اصل هدف جعلي واک، پيسه، او د افغانانو قتلول دي؛ دوی د هرې ډلې سره يو کېدلای شي، هرې ډلې او هر بهرني طاقت ته چې وي کار ورته کوي، د دوی شعار صرف د افغانانو د تير ايستلو لپاره دی، ځکه کردار کې يې يواځيني هدف جعلي واک و پيسه ده؛ دا ځکه چې داعش د خلافت دروغجنې زمزمې ږغوي او دوی د وطن دوستۍ، قومپرستۍ زمزمې؛ مګر دواړه بيرته پر يوه دسترخوان کې راټول شوي او دواړو د غرب او آی ايس آی د ګټو خونديتوب ته ملا تړلې.

    مخکینۍ مقالهتېرو دوو میاشتو کې د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ میله سپکې او درنې وسلې د پولیسو لاس ته ورغلي
    راتلونکي مقاله جوزجان کې د نوري فايبر انټرنټي پروژې چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.