لیکوال: سیاس سعیدي
له افغانستان څخه د اشغالګر پوځ له وتلو وروسته لوېدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا په منځنۍ اسیا کې د داعش له خوا د خپلو ورانکارو دسیسو د پلي کولو او سر ته رسولو لپاره د یوه ملګري ځواک په لټه کې وه، چې د امریکا لخوا له ډېرو پلټنو وروسته یې په دې برخه کې له تاجکستان او پاکستان څخه د یوه ځواک په توګه کار اخیستل د خپلو د استخباراتي پروژو د عملي کولو اصلي انتخاب وبله.
د امریکا بې کفایته او په لاس جوړ شوی ځواک “د داعش خراسان څانګه” د پاکستان د استخباراتو تر چتر لاندې د تاجکستان د افرادو په تمویل سره په سیمه کې د متحده ایالاتو په منظورۍ هیوادونو او سیمو ته استول کېږي او له هغو څخه د ضرورت په وخت کې کار اخیستل کېږي.
دغه ادعا څه موده وړاندې په ایران، افغانستان او روسیه کې له هغو چاودنو وروسته چې تاجکستاني اتباعو په پاکستان کې تخریبي زده کړې وروسته ترسره کړې وې، په ښکاره توګه تایید او تثبیت وړ ده.
د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د کرمان-ایران له پېښې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په وروستیو ناامنیو کې د تاجکستان او پاکستان اتباع ښکېل دي؛ د پاکستان او تاجکستان څو اتباع د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
اسلامي امارت تل ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د داعش د پلویانو لخوا لګېدلی اور د دوی خپل لمنه وسوزوي او لوګي به یې د دوی سترګې ړندې کړي، چې په هغه وخت کې به دغه د داعش پلوي حکومتونه به د دغه مشهور قول مصداق وګرځي چې وایي: (خود کرده را تدبیر نیست؛ ژباړه: خپل دلاسه چې دې څه کړي وي د هغې علاج او تدبیر نشته).
په تېرو څو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول چې په امریکا کې د داعش د غړیتوب په تور شپږ تاجک اتباع نیول شوي او په نورو هېوادونو لکه ترکیه کې د داعش لپاره د تاجکانو نیول یوه عادي خبره بلل شوې ده چې د دې اور لمبې به یو په بل پسې د داعش د پلویانو سترګې ړندې کړي او دا تراژیدي د تثبیت او په واقعیت بدلېدو حالت کې ده.
له دې ټولو دلایلو سره د تاجکستان د پارلمان رییس په سپین سترګۍ راځي او اعلانوي چې یوه ورانکاره ډله په افغانستان کې ځالې لري او غواړي خپله واوره د نورو خلکو په بامونو وغورځوي.
او بله دا چې دا ډول ځان پاکول به د دوی خرابې بدبختۍ لا زیاتې کړي او د داعش د تمویل کوونکو (امریکا، پاکستان او تاجکستان) ناوړه مخونه به نور هم روښانه کړي.