د یو هر اړخیز او بشپړ یووالي رامنځته کولو لپاره، اړینه ده چې افراد د یوه ثابت او پیاوړي محور پر شاوخوا، د لویو او ملت محوره موخو لپاره راټول شي او د خپلو موخو د ودې او پراختیا لپاره اطاعت کوونکي وي. همدارنګه، د دوه ټوټې کېدو، اختلاف اچونې، فکري انحراف، ناخوالو او ناهیلي کوونکو پېښو څخه د خپل ځان ساتلو لپاره، د یوې معتبرې، خواخوږې او خیر غوښتونکې مرجع پیروي وکړي او تر سیوري لاندې یې د خپلو موخو د تحقق لپاره هڅه وکړي.
تر هغه وخته چې په افغانستان کې اوسنی حکومت واک ته نه و رسیدلی او د هېواد چارې یې په لاس کې نه وې اخیستې، د هېواد په کچه د بېلابېلو ګوندونو او ډلو تر منځ په ظاهره کوم د پام وړ واټن نه لیدل کېده او د تاوتریخوالي کوم ښکاره اختلاف نه و. البته، د دغو ناهنجاریو نه لیدل کېدل د دې په معنی نه و چې شتون یې نه درلود، بلکې دوی د خپل ظاهر او موقف ساتلو لپاره، په موقتي توګه داسې اظهار کاوه.
خو د دوی د واکمنۍ له سقوط، د واک له لاسه ورکولو او په پای کې بهرنیو هیوادونو ته د تېښتې سره، هغه بد بویه څه چې پخوا پټ وو، ښکاره شول او سیاسي فضا یې ککړه کړه.
سیاسي ګوندونه او ډلې چې د پخواني حکومت مشران یې په سر کې وو، د لوېدیځو او یرغلګرو هېوادونو په ښکاره او پټ ملاتړ یې نږدې دوه لسیزې د ائتلافونو او یووالي ماشین فعال ساتلی و، د واک څخه له لرې کېدو او په حیرانتیا او تباهۍ کې له سرګردانۍ وروسته، یو په بل پسې میدان ته راغلل، د یو بل آبرو یې یووړه، له حق خوړلو او چپاولونو یې پرده پورته کړه او د یو بل خیانتونه یې بیان کړل.
هغه څه چې په څو وروستیو کلونو کې د تښتېدلو مخالفینو ترمنځ د اختلافاتو او تاوتریخوالي په اړه اوریدل کېږي او په رسنیو کې لاس په لاس کېږي، یوازې د هغو واقعیتونو یوه برخه ده چې دوی پخوا، د واک ساتلو او مالي او اعتباري ګټو راټولولو لپاره پټ ساتلي وو؛ ځکه چې هر یوه یې د ځان لپاره پلویان او د ملاتړ کوونکو یوه حلقه درلوده او د بل واکمني یې نه منله. حتی هغه وخت هم چې د یووالي او اتحاد خبره کېدله، له توطیې او دسیسې پرته بل څه نه وو.
اوس چې هر یو په یوه کونج کې، یوازې او بې ملاتړه پاتې دي، د یووالي شعار ورکوي؛ خو له بلې خوا، خپل منځي اختلافاتو ته لمن وهي. هر یو بل ملامتوي او هڅه کوي چې خپل ځان سپین او بې ګناه وښیي.
که د دغو اختلافاتو د اصلي لامل په لټه کې شو، بیا هم هماغې لومړنۍ نقطې ته رسېږو؛ یعنې د یوه محوري شخصیت نشتوالی، د مشترک آرمان نشتوالی او د راټولېدو لپاره د یو باوري جوړښت نشتوالی.
که کله ناکله یو له بل سره د اتحاد لاس ورکړي او د دې شریف ملت لپاره د افغانستان له یووالي او روښانه راتلونکي خبره وکړي، چې په حقیقت کې دا یوه لنډمهاله توطئه ده ترڅو یو څه ساه واخلي او په هر قیمت چې وي، خپل ځان په اوبو پر سر وساتي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


