Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې درېیمه ناسته؛ پر مهمو مسایلو د بحث لپاره غوره فرصت!
    لیکني

    د دوحې درېیمه ناسته؛ پر مهمو مسایلو د بحث لپاره غوره فرصت!

    صابر افغانصابر افغان23 جون 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه مشورتي غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل او د جولای تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

    د دې ناستې اصلي خواوې به د افغانستان د اسلامي امارت پلاوی او د نړۍوالې ټولنې او یو شمېر هېوادونو استازي وي، چې کوربتوب یې ملګري ملتونه کوي او په دې اړوند به د اسلامي امارت له خوا له نړۍ سره مهمې او غوڅې خبرې وشي؛ که څه هم د دوحې د مشورتي ناستو لړۍ لا پخوا پیل شوې، دوه ناستې یې ترسره شوې دي او دا یې درېیمه هغه ده، خو د دې ناستو دوه پخوانۍ لړۍ له دې کبله بې ګټې او بې پایلې وې چې له یوې خوا خو اسلامي امارت تحریم کړې وې او له ګډون یې پکې ډډه کړې وه او له بلې خوا پکې پر داسې بې معنا او بې ارزښته مسایلو له بې معنا او بې ارزښته کسانو سره خبرې او مشورې شوې وې چې دوی اصلاً د افغانستان پر قضیې هېڅ ډول اغېز نه درلود.

    له همدې کبله ملګرو ملتونو دا ځل دا درک کړه چې د افغانستان اړوند د هرې مسئلې په اړه د خبرو او هر ډول پرېکړو په سر کې باید اسلامي امارت وي، ځکه اسلامي امارت پر افغانستان حاکم دی، هلته ترې د ولس ملاتړ دوام لري او د دوی له معناداره ګډون پرته به هر ډول هڅه او پرېکړه بې معنا او بې ګټې وي.

    ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې ناستې په اړوند له ډېرې مودې راهیسې له اسلامي امارت سره مشورتي ناستې کړي او د دوی په خوښه یې د ناستې اجنډا هم چمتو کړې چې له همدې کبله به یې دا ځل نتیجه هم ملموسه او دغه راز ګټوره وي.

    که څه هم ملګري ملتونه وايي چې په دې ناسته کې به تر ډېره له افغانستان سره د بشري مرستو پر میکانیزمونو، اقتصادي راکړې ورکړې، بانکي سکټور او دې ته ورته نورو مسایلو خبرې کېږي، خو بحث یواځې تر دې مسایلو نه رامحدودېږي، بلکې په دې ناسته کې به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په ګډون، له تورو لېستونو د امارت د مشرانو د نومونو پر لېرې کولو، پر افغانستان د بندیزونو پر ختمولو او دغه راز نورو مهمو مسایلو خبرې کېږي، ځکه له یوې خوا دغه مهم موضوعات د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې دي، له بلې خوا نړۍ هم اوس ورو ورو په افغانستان کې شته واقعیتونه په پرانیستو سترګو ویني، د اسلامي امارت لاسته راوړنې نورې نه شي پټولی، له همدې کبله غواړي د فشار پر ځای د تعامل لاره خپله کړي، چې دا یوه مثبته هڅه ده او د ټولو خواوو په ګټه هم ده.

    نړۍ ته اوس دا ثابته شوې چې پر افغانستان او افغانانو نه د جګړې له لارې خپلې غوښتنې تپلی او منلی ‎شي او نه هم د زور او فشار له لارې؛ دوی دا ټولې لارې چارې تجربه کړې چې نتیجه یې صفر وه او دوی له دې لارې هېڅ هم ترلاسه نه شو کړای، اوس دوی په دې پوهېږي چې له افغانستان سره باید مثبت تعامل ته راوړاندې شي، له بې ځایه او بې معنا غوښتنو تېر شي، بلکې د دوه اړخیز درناوي او احترام پر بنسټ ولاړې اړیکې وپالي، لکه لا له وړاندې چې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو په دې برخه کې ګام اخیستی دی.

    د دوحې درېیمه ناستې د پورته ذکر شوې موخې د ترلاسه کېدو لپاره مهمه ده؛ اسلامي امارت به خپلې خوا په دې ناسته کې پر افغانستان کې پر خپلو لاسته راوړنو بحث کوي او له نړۍ به وغواړي چې پر افغانستان اوسني ظالمانه او ناقانونه بندیزونه لېرې کړي، د دوحې د تړون پر شویو موادو عمل وکړي، افغانستان د یوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه پر رسمیت وپېژني او د دوه اړخیز درناوي پر اساس ولاړو لارو چارو فکر او تمرکز وکړي، پر افغانستان دې بې ځایه تورونه نه لګوي، د افغانستان د مرکزي بانک شتمني دې ازاده کړي او په ټوله کې دې له افغانستان سره هره راکړه ورکړه د یوه سیال هېواد په توګه وکړي.

    پورته ذکر شوي ټول هغه موجود حقیقتونه او واقعیتونه دي چې هر څوک یې په خلاصو سترګو ویني.

    د دې ترڅنګ دې ناستې او په دې ناسته کې د اسلامي امارت مهم ګډون یو شمېر له کاره لوېدلې او تاریخ تېرې مهرې را لړزولې دي او له ناچارۍ او ناکرارۍ یې له سترګو خوبونه تښتېدلي؛ هغوی ته باید وویل شي چې د دوی تاریخ نور تېر دی، په عامه اصطلاح څوک یې په خوله پیاز هم نه میده کوي، افغانستان اوس خپل رښتني څښتنان او واکمنان لري چې د هرې مسئلې او حق په اړه به یې هسکه غاړه له هر چا سره ډغره ویل کېږي.

    په ټوله کې د دوحې درېیمه ناسته هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره مهمه ناسته ده، نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې له دې ناستې ګټه پورته کړي او په افغانستان کې شته واقعیتونو او د اسلامي امارت پیاوړي او خپلواک دولت ته په کتو عاقلانه پرېکړې وکړي.

    د اسلامي امارت پالیسي واضحه ده، اسلامي امارت له هماغه اولې ورځې خپل بهرنی او کورنی سیاست واضح کړی، اوس نو توپ د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په میدان کې دی، که یې سمه او سالمه ګټه ترې واخیسته ښه او تر ښه، که نه پاتې مسئولیتونه به د دوی تر غاړې وي.

    مخکینۍ مقالهد فکري سنګر مبارزين کامیاب او بریمن دي!
    راتلونکي مقاله د دوحې درېیمه ناسته.

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 مې 2025

    مولوي اميرخان متقي او جې‌ شنکر د هند او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې په لوړولو خبرې کړي

    بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ياد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي او د…

    ‏د اسامه بن زید رض د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

    15 مې 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

    15 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي اميرخان متقي او جې‌ شنکر د هند او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې په لوړولو خبرې کړي

    15 مې 2025

    ‏د اسامه بن زید رض د ځوانو افسرانو له اکاډمۍ څخه ١٦٥ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

    15 مې 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

    15 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،851 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.