Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی
    سیاسي لیکني

    د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی

    صابر افغانصابر افغان17 فبروري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغې وروسته چې افغانستان کې د اسلامي نظام مسؤلینو د هېواد واګې په لاس کې اخیستې دي، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې یې پراخې او نه ستړې کېدونکې هڅې پیل کړې دي، تر څو کړاو ځپلی او ټپي افغانستان له تېر ستونزمن حالت څخه راوباسي او د ثبات او سیمه‌ ییز تعامل په لوري یې سوق کړي. د همدې موخې لپاره د ترسره شویو پرله پسې او موخیزو هڅو په پایله کې، افغانستان وتوانېد چې د ځینو مخالفینو له فشارونو او منفي تبلیغاتو سره سره، په نسبتاً لنډ وخت کې په سیمه ییزه کچه خپل سیاسي ځای تثبیت او د سیمه‌ ییزو معادلو په مهم لوبغاړي بدل شي.

    د حکومت فعاله ډیپلوماسي او متوازنه بهرنۍ پالیسي د دې لامل شوه چې له سیمه‌ ییزو او تر هغوی ورهاخوا له نورو هېوادونو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي. په دې لړ کې د روسیې له لوري د افغانستان د اسلامي حکومت په رسمیت پېژندنه د رسمي تعاملاتو په بهیر کې یو مهم او برخلیک ټاکونکی بدلون و.

    اوس د ایران اسلامي جمهوریت له لوري هم د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د چمتووالي اعلان او دا څرګندول چې په دې لاره کې کوم خنډ نه ویني، یو مهم او پرېکنده ګام ګڼل کېږي. دا اقدام کولای شي د اقتصادي همکاریو، ترانزیټ، انرژۍ، کډوالۍ او رسمي سیمه‌ ییزو تعاملاتو په لوري نوې دروازې پرانیزي.

    دا بدلون که له یوې خوا د افغانستان د ډیپلوماسۍ د پراخېدو او په سیمه کې د سیاسي باور د زیاتېدو څرګندونه کوي، له بلې خوا د هغو مخالفینو هڅې بې‌ اغېزې او ناکامه کوي چې غوښتل یې افغان حکومت منزوي کړي. هغه څېرې چې د خپلو فعالیتونو ډېره برخه یې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو متمرکزه کړې، تېره میاشت یې په ایران کې د انټرنیټي محدودیتونو پر مهال په عملي ډول د خپل فعالیت، له مهمو ډګرونو څخه یو له لاسه ورکړ.

    د هغوی له نظره، د ایران له لوري احتمالي رسمیت پېژندنه یوازې یو دیپلوماتیک اقدام نه دی، بلکې د دوی د خوځښت د ساحې تنګېدو، د رسنیزو ظرفیتونو د محدودېدو او د افغانستان د حکومت پر ضد د سیمه‌ ییزې اجماع د رامنځته کېدو د هیلو، د کمزوري کېدو معنی هم لري. له همدې امله، دوی دا بدلون نه یوازې په سیمه‌ ییزه کچه، بلکې په نړیواله کچه هم د خپلې راتلونکې لپاره د خطر زنګ بولي.

    په ټولییز ډول، د رسمیت پېژندنې په لور د ایران احتمالي ګام یوازې یوه سیاسي پېښه نده، بلکې د افغانستان د سیمه‌ ییزو تعاملاتو په راتلونکي او له سیمې او نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پراخېدو کې یو اغېزناک ټکی بلل کېږي. د ایران له لوري په رسمیت پېژندل کولای شي د افغانستان په اړه د ډېرو هېوادونو لیدلوری بدل کړي او د رسمیت پېژندنې لاره یې په وړاندې پرانیزي؛ خو په ورته وخت کې به د مخالفو جریانونو پر برخلیک هم ژور اغېز وکړي، هغه جریانونه چې د تحرکاتو د دایرې په تنګېدو سره به تر بل هر وخت ډېر د انزوا له ګواښ سره مخ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده
    راتلونکي مقاله ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    مربوطه لیکنې

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    د افغانستان په اوسني حساس پړاو کې، د افغان حکومت د هغو مخالفو کړیو او…

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،143 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.