د یو شمېر رسنیو په تازه راپورونو کې راغلي، چې روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون یو شمېر ښارونو باندې توغندیز بریدونه کړې دي.
راپورونه وایي، چې دغه بریدونه په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۴۱ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه ښیی، چې دغو توغندیو ډېره مرګ ژوبله پلازمېنه کیف کې اړولې، چې د درېیو ماشومانو په ګډون په کې ۲۷ تنه وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زیلنسکي”د روسیي ځواکونه تروریستان بللي او له خپلو ملګرو هېوادونو څخه یې غوښتي، چې په دغې برخه کې پرېکنده ځواب ورکړي.