Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد لارویان څوک دي او چا ته کار کوي؟
    تورې څېرې

    د شر او فساد لارویان څوک دي او چا ته کار کوي؟

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شر او فساد نوم اوسمهال په پښتو او دری ژبو کې مروج/عام نوم دی، دا نوم تر ډېره د هغو انسانانو پر وړاندې کارول کېږي چې، نه په خپل عزت وي او نه د بل؛ یاغي، فاسق او فاجر وي، د خپلو شخصي ګټو لپاره د بل په لمسون خلک زوروي، غلاوې کوي، وحشت خوروي، د نظام پر ضد وسلوال پاڅونونه کوي.

    افغان ولسونه د تاریخ په اوږدو کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي چې، په دې کې جنګونه، فقر، بې وزلي او سیاسي بې ثباتي شامل دي.

    له کله نه چې د شر او فساد بوټي په افغانستان کې ریښې غځولي، له هغې ورځې بیا افغانستان له لنډغرو ښه ورځ نه ده لیدلې، خپلې شومې موخې یې سرته رسولي دي.

    د پیسو په مقابل کې یې د هیواد په ورانونه، مظلوم ازاري کې لومړی مقام اخیستی و، همدا د شر او فساد غړو ته د انسان ژوند مطرح نه و، یواځې او یواځې ورته سره کرښه پیسې او مادیات و او دي.

    په ۱۳۵۵ کال کې د شر او فساد/لنډغرو تهداب احمدشاه مسعود کېښود، مسعود د وخت د جمهور رئیس سردارمحمد داود خان د نظام پر ضد د ولسونو ترمنځ د بې اتفاقۍ، کینې او حسد اچولو په خاطر وسله راپورته کړه.

    مسعود له څو نورو راه زنانو سره د شمال پر لویه لار مسافر لوټل، وژنې او قتلونه به یې کول، همدا یې ورځنۍ چارې وې چې ترسره کولې به یې، بدبختانه چې مسعود د شر او فساد/لنډغرو په یوې لویې ډلې، ټپلې بدل شو.

    د شر او فساد همدې لنډغرو د بهرنیو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې درلودلې، د افغانستان خلاف هیوادونو ته همدا ډول خلکو خورا ارزښت درلود، ځکه چې افغانستان کې یې ګټې خوندې وې او استخباراتي چارې یې ورته پرمخ بیولې، په مقابل کې یې ورته وسلې او مهمات ورکول کېده.

    د شر او فساد ډلې بنسټګر او ځینې نور غړي، له پخوا راهیسې د نورو د خوشحاله کولو لپاره تخریبي، ضد او نقیص کړنې ترسره کولې او اوس یې هم پاتې شوني همغه چارې مخې ته وړي.

    ځای یې ده چې، افغانان باید له تیرو وختونو درسونه واخلي، تخریبي کړیو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، د راتلونکو خطرونو مخه ونیسي.

    د تاريخ د پېښو تحلیل، د پوهانو مشورې او د یو بل تجربو ته غوږ نیول هغه لارې دي چې افغانان یې باید تعقیب کړي.

    که چیرې افغانان د خپل ماضي تجربې ته پام وکړي، نو د تیارو له غار څخه به راووځي او د یوې روښانه راتلوونکي جوړولو ته به لاسرسی و مومي؛ نو هر افغان مکلف دی چې، د خپلې ټولنې په خیر کې د پوهاوي، همکارۍ او متحدیت په لور قدم واخلي.

    مخکینۍ مقالهحزب الله غورځنګ د اسرائیلو د جنګي کابینې پر مرکزي قومندانۍ ډرون برید کړی
    راتلونکي مقاله د شر او فساد درواغجن تبلیغات

    مربوطه لیکنې

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    13 مې 2025

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    12 مې 2025

    د مقاومت جبهې ادعا؛ خو په عمل کې سیمه‌ییز انحصار او بهرنیو ته استغاثه

    11 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.