یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
له کومې ورځې چې په هېواد کې امن، سکون، ارامي او اطمنان راغلی او بُغاتو فرار کړی، له هماغې ورځې د غربي افرطیانو په شمول د هغوی د لاس نانځکې(د شر او فساد لارویان) د هېواد په اړه له حقیقت لېري اوازې خپروي.
په افغانستان کې د داعشي خوارجو پر وړاندې د حاکم نظام قاطع دریز د یادې ډلې رېښې له بېخه ایستلې دي.
د داعشي خوارجو له صفوفو د دوی د ځینو مشرانو د وژل کېدو او د ځینو نورو مشرانو د دوی څخه د لارې بیولولو دا ډله په افغانستان کې په مطلق ډول له منځه یوړه او د دوی تمویل او موخو په اړه یې ټول معلومات خپاره کړل.
چې په خپرو شویو معلوماتو کې د امرالله صالح د ګارد د مشر انځورونه او هویت په یاده ډله کې تثبیت او د فسادیانو د شتون په اړه یې ګڼ شواهد خپاره کړل او په خپلو خبرو کې یې وویل: چې داعشي خوارجو ته لابیګرۍ او تبلیغات د شر او فساد ډلې کول.
د بادار غېږ ته له تللو سره-سره په دوی هغه باور و نه شو، چې دوی څنګه تقاضا لرله، نو د دې په خاطر چې د نورې نړۍ پام ځانته را واړوي، هغه کېسې او اوازې کوي، چې د دوی له وس ډېرې پورته او لېري وي.
په تېرو درې کلونو کې د مقاومت، نجات، متحدې او نورو خیالي جبهو او راټولېدونو نهایي نتیجه دا ده، چې یو بل ته ښکنځلې وکړي او په ناندریو خپل مجالس پای ته ورسوي؛ د مجالسو د بیا راجوړېدنې لپاره بیا میاشتې، میاشتې یو بل ته خوارۍ او زارۍ کوي خو تفاهم ته سره نه رسیږي.
همدا ځای د دوی د حیثیت او قوت نتیجه را برسیره کوي، چې د افغانستان په محدوده کې د دوی زور، ځواک او واک څومره دی!؟د هغو سیمو او ښارونو چې د شر او فساد لارویان شړل شوي دي، هغه سیمې پُرامنه او وګړي یې له بشپړې خوښۍ برخمن دي؛ ولس خو لیونی نه دی، چې شریر او سړي خواره بیا انتخابوي.
استفراق شوي بُغات په هیڅ صورت د خلکو په زړونو کې بیا ځای نشي موندلی، ځکه د نړیوال استخباراتي انډوخر او د هغوی د مزدروانو په ګردله کې هیڅوک ځانه نه ښکیلوي؛ فسادیان دې خپل فسادونه نورو هغو وحشي ډلو ته نه منسوبوي چې په افغانستان کې د دوی په څېر وجود نه لري.د مقاومتیانو او ځینو نورو افراطي نړیوالو څرګندونې ډېرې خندونکي دي.