د کاناډايي «لوکارا ډايمونډ» او «ګابورون» کان کيندنې شرکتونو په ګډ اقدام د افريقا په بوتسوانا کې د نړۍ په کچه دويم لوی الماس چې ۲۴۹۲ قيراطه‌ يا ۴۹۸ ګرامه کېږي کشف او ثبت شو.

د کان کیندنې کاناډايي شرکت لوکارا ډايمونډ په خپله يوه بيانيه کې داسې وايي: دا ۲۴۹۲ قیراطه کشف شوی الماس د بوتسوانا پلازمینې ګابورون شمال ته په ۵۰۰ کیلومترۍ کې د کارووی له کان څخه کشف او ترلاسه شوی. او په وينا یې دا په وروستۍ پېړۍ کې تر ټولو لوی کشف شوی الماس ګڼل کېږي.

ياد کاناډایي شرکت زیاته کړه: دا ثابت موندل شوی الماس يو د نړۍ له باکيفيته الماسو څخه ګڼل کېږي او موږ یې ځای د ایکس شعاع ټیکنالوژۍ په کارولو سره پيدا کړی.

د بوتسوانا کشف شوی الماس په ۱۹۰۵ ميلادی کال کې د کالينان له کان څخه د کشف شوي ۳۱۰۶ قيراطه الماس څخه وروسته د نړۍ دويم لوی الماس وشمېرل شو.

د لوکارا ډايمونډ شرکت د څه باندې نیمې لسیزې د فعالیت په موده کې ياد الماس د دوی تر ټولو لوی کشف شوی او راېستل شوی الماس هم ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version