د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د هېواد په څلورو ولایتونو غزني، سمنگان، روزګان او سرپل کې یې ۴۰ تنه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پر نشه‌يي توکو ۲۲ روږدي په غزني، ۱۳ روږدي په سمنگان، ۲ روږدي په روزگان او ۳ تنه روږدي په سرپل ولایتونو کې راټول او د درملنې په موخه د یادو ولایتونو روغتیايي کمپونو ته وروپېژندل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ښار په ۱۱ناحیه کې د ۶۷۳۸ د نشه‌يي گولیو د قاچاق مخه نیولې ده.

یاد معینیت ویلي، د یادو گولیو په تړاو څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې سلگونه زره هغه کسان چې په نشه‌يي توکو روږدي وو، راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې گڼو یې روغتیا تر لاسه کړې ده.

پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې په مرکزونو کې اوسمهال د بېکونو جوړولو، برېښنا، موبایل جوړولو او نورو برخو کې لنډمهالې زده‌کړې هم ورکول کېږي او له ښه کېدو وروسته ورته وسایل هم سپارل کېږي، تر څو ځانته کار وکړي او بیا پر نشه‌يي توکو روږدي نه‌شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version