یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان حکومت باندې د پورونو په کچه کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دوی په وینا د روان کال د می میاشتې تر پایه د پاکستان پر حکومت د پورونو اندازه ۶۷،۸۱۶ میلیارده پاکستانیو روپیو ته رسېدلې، چې کورني او بهرني پورونه په کې شامل دي.
د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې د تېر یوه کال په موده کې په پورونو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی. د پاکستان پورونه د ۲۰۲۳زېږدیز کال په می مياشت کې ۵۸۹۶۴ میلیارده روپۍ وه.
د دغه هېواد د ناخالص پور اندازه د روان کال د اپرېل تر می میاشتو په موده کې ۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاته شوې.
همدارنګه حکومت اټکل کوي، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړي.