ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې هند سره د وسله‌والې نښتې د پیلولو هېڅ ډول پلان نه لري؛ خو که مقابل لوری کوم اقدام وکړي، نو بيا مجبور دي چې غبرګون وښيي.

آصف ويلي «وګورئ، موږ د کوم اقدام د پیلولو هدف نه لرو، خو که له مقابل لوري څه عمل وشي، نو زموږ غبرګون به ورته مناسب وي».

د پاکستان دفاع وزیر همدا راز زياته کړې، چې دی فکر نه کوي چې دا شخړه به اټومي جګړې ته ورسېږي، د نوموړي په خبره، که څه هم هند او پاکستان دواړه اټومي ځواکونه دي، خو امکان نه لري چې حالات دې اټومي جګړې ته لاړ شي.

د پاکستان او هند تر منځ اړيکې د ترينګلتيا او يو د بل پر وړاندې پوځي اقداماتو ته وروسته له هغې رسېږي، چې څو ورځې وړاندې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې پر هندي سيلانيانو د بريد په پايله کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version