د الجزیرې د راپور له مخې، د عباس عراقچي په وینا، ایران له تېرو شلو کلونو راهیسې د احتمالي لویې جګړې سناریوګانې په دقت سره څېړلې دي، څو داسې دفاعي جوړښت رامنځته کړي چې حتی د ایران پر پلازمېنې له سختو بریدونو وروسته هم د جګړې توان له لاسه ورنه کړي.
عراقچي د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه پیغام کې ویلي و، چې تهران د امریکا د تېرو جګړو تجربې په ژوره توګه مطالعه کړې دي. د هغه په وینا، د دې مطالعو موخه دا وه چې داسې یو نظام جوړ شي چې که مهم تاسیسات، لوړپوړي قومندانان او حتی مرکزي قومانده له منځه ولاړه شي، بیا هم جګړې ته دوام ورکړي او احتمالي ورپېښ شوی زیان یې ټکني نه کړي.
د راپور له مخې، د ایران د دفاعي تګلارې په مرکز کې هغه پوځي نظریه ده چې «غیرمتمرکزه موزاییکي دفاع» بلل کېږي. دا مفکوره پر دې اصل ولاړه ده چې په احتمالي جګړه کې کېدای شي د هېواد مرکزي جوړښتونه سخت زیان وویني، خو د دفاعي نظام د وېش له امله به جګړه په بېلابېلو برخو کې روانه پاتې شي.
دغه نظریه تر ډېره د سپاه پاسداران له پوځي جوړښت سره تړاو لري او د دې ځواک پخواني قومندان محمد علي جعفري د خپل مشرتابه پر مهال (۲۰۰۷–۲۰۱۹) پراختیا ورکړې ده. د دې تګلارې له مخې دفاعي ځواکونه په سیمهییزو او نیمهخپلواکو واحدونو وېشل کېږي، څو ټول ځواک یوازې د یوې مرکزي قوماندې پورې محدود پاتې نه شي.
په دې جوړښت کې سپاه، بسیج، د عادي پوځ واحدونه، توغندیز ځواکونه، سمندري ځواکونه او محلي قوماندهيي جوړښتونه ټول د یوه پراخ او وېشل شوي دفاعي سیستم برخې ګڼل کېږي. د دې سیستم موخه دا ده چې که د دفاعي شبکې یوه برخه له منځه ولاړه شي، نورې برخې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د همدې تګلارې له مخې، که لوړپوړي مشران ووژل شي د قوماندې لړۍ نه نړېږي، او که مخابراتي اړیکې پرې شي هم سیمهییز واحدونه کولای شي په خپلواک ډول د جګړې پرېکړې وکړي او عملیاتو ته دوام ورکړي. د راپور په وینا، د ایران پوځي مفکران باور لري چې دا ډول وېشل شوی دفاعي جوړښت د اوږدمهاله جګړې په شرایطو کې د نظام د بقا لپاره مهم تضمین بلل کېږي.
