د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر پاکستان د هند توغندیزو بریدونو غندنې ترڅنګ ویلي، چې دا عمل سیمه‌ییزه سوله له ګواښ سره مخامخ کړې.

نوموړي زیاته کړې چې دا برید یې د هیواد حاکمیت، د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او اسلام اباد د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې سره سم د ځواب ویلو حق لري.

راپورونه کاږي، نوموړی ټوله شپه له خپل ټیم ​​سره په بهرنیو چارو وزارت کې پاتې شوی او په ​​شخصي توګه یې د وضعیت څارنه کړې.

د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي، چې د هند په وروستیو توغندیزو بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي؛ خو هندي رسني بیا د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دغو بریدونو کې څه باندې ۸۰ کسان وژل شوي دي.

له بل لوري د امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاو تریخوالي کمېدو په موخه د پاکستان او هند د ملي امنیت سلاکارانو سره ټیلفوني خبرې کړي او دواړو لوریو یې غوښتي چې تاوتریخوالی دې نه زیاتوي.

هند تېره شپه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په ۹ بېلابېلو سیمو پراخ توغندیز بریدونه وکړل؛ خو د پاکستان پوځ چې تازه یې څو لرې او منځني واټن ویشتونکي توغندي ازمویلي، کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version