د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو لسو میاشتو کې ایران ته له افغانستان څخه د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي.
همدا راز د دې وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له ایران څخه افغانستان ته واردات د دوه میلیارده او ۶۹۲ میلونه ډالرو په ارزښت شوي دي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي او ایران د افغانستان لوی سوداګریز شریک دی.
ياده دې وي چې، واک ته د سرپرست حکومت په رسېدو د پاکستان پر ځای له ايران او منځنۍ آسیا سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته د پام وړ پاملرنه شوې او له همدې امله کال په کال له پاکستان سره سوداګري کمه او له نورو هېوادونو سره د زياتېدو په لور روانه ده.