Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري
    سیاسي لیکني

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    عمران آغاعمران آغا17 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په اوسني حساس پړاو کې، د افغان حکومت د هغو مخالفو کړیو او اشخاصو دریځونه چې د نظام د ټینګښت پر ځای، په پردیو هېوادونو کې د امریکايي او اروپايي پروژو په تمه د بدلون په لټه کې دي، د دوی د فکري غلامۍ ښکارندویي کوي. دا ډلې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د بهرنیو ډالرو او اشغال په سیوري کې واک تجربه کړ، نن د خپلې سیاسي ناکامۍ د جبران لپاره یو ځل بیا د پردیو په اشارو پردي پلوه دريځونه غوره کوي. دا چې دوی د پاکستان د هوايي تېريو او نورو بهرنیو کړیو د مداخلې په پلمه، د یوې بلې بهرنۍ لاسوهنې هرکلی کوي، ښيي چې د دوی لپاره ملي حاکمیت د يو عملي هدف په توګه نه، بلکې یوازې د یوې تشې اصطلاح په توګه ارزښت لري.

    دوی چې د جمهوریت د سقوط او د بې اعتباره تړونونو د تکرار پر خبرو ټینګار کوي، په حقیقت کې پر خپلې تېرې بې کفایتۍ اعتراف کوي. دغه مخالفین چې کله د بهرنیو ځواکونو په مالي او نظامي ملاتړ په ارګ او قصرونو کې ناست وو، د قانون او ولسي ارادې په اړه یې هېڅ پوښتنه نه درلوده، خو نن د «ولسي حکومت» يا د ډیموکراتانو په اصطلاح «په رايو راغلي حکومت» د دروغجن شعار تر شا د خپلو بادارانو د ګټو د ساتنې هڅه کوي. د دوی سیاسي فعالیتونه، چې د اروپايي هېوادونو په تالارونو کې د څو ناستو په ترسره کولو سره ګرم او د واک د ترلاسه کولو تمې یې پيدا کېږي، د افغانستان له واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي او یوازې د هغو کسانو د استفادې لپاره دي چې غواړي د پردیو په اتکا د واک په تخيل کې ژوند وکړي.

    په داسې حال کې چې افغانستان د ګاونډي له پروژه يي تېريو سره مخ دی، د حکومت مخالفین د خپل صف دننه پر يووالي ټينګار کوي، ترڅو د مخالفينو تر منځ يووالی د ګاونډي له تېري او بهرنيو استخباراتي لوبو سره همغږی شي او له همدې لارې دوی هم خپلو موخو ته ورسېږي. د دوی په لیکنو او څرګندونو کې د فشار او زور خبرې د دې ښکارندویي کوي چې دغه ډلې له ولسي ملاتړ څخه په بشپړ ډول بې برخې دي او یوازې د بهرني پوځي فشار او استخباراتي لوبو په تمه ناست دي. د مخالفينو دا دریځونه د هېواد د سولې او ثبات پر وړاندې ستر خیانت او د هېواد ضد کړنو نوی پړاو ګڼلی شو.

    دا ادعاوې چې ګواکې د افغان حکومت پر وړاندې د مخالفینو متحد کېدل د دوی د بریا لاره ده، یو خیالي او احمقانه تصور دی چې د تېرو شلو کلونو د عبرتناکه تاریخ د نه محاسبې له امله مطرح شوی. دا ډلې چې کله په واک کې وې، د خپل منځي اختلافاتو او د فساد د سیالیو له امله یې د جمهوري رژيم د دوام فرصت له لاسه ورکړ، نو نن څنګه کولی شي د ټولیز ائتلاف په رامنځته کولو او د پرديو په ملاتړ افغان حکومت وننګوي!؟ د دوی د تبصرو توندوالی د هېواد د پرمختګ لپاره نه، بلکې د خپلې ورکې شوې دبدبې او څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره د یوې ذلیلې هڅې په توګه د مشاهدې وړ دي.

    دوی چې د افغانانو پر نوامیسو د دفاع په نوم تمثيلي چیغې وهي، په حقیقت کې هغه کسان دي چې د خپل حکومت د واکمنۍ پر مهال یې د بهرنیو يرغلګرو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې وه. دا د شرم ځای دی چې نن همدا کسان د ولس له نوم څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د خپلو بهرنیو بادارانو لپاره په افغانستان کې د مداخلې لاره هواره کړي. د دوی دا سیاسي هڅې د اسلامي او ملي ګټو لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي بادارانو د ناخوښۍ لرې کولو او د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره دي، چې ولس هم په ښه ډول پېژندلي‌.

    د نظام د مخالفینو دغه ډول پروژه‌يي فعالیتونه د افغان ولس د ارادې پر خلاف یو بل شرمناک ګام بللی شو. کله چې د مخالفينو دننه یو لوری د پردیو د فشار او بل لوری د بهرنیو اډو د بیا فعالېدو په تمه ناست وي، دا ثابتوي چې د دوی په قاموس کې د خپلواکۍ اصطلاح هېڅ ځای نه لري. ولس نور نه غواړي چې د پردیو په اشاره پر مخ وړل کېدونکو دغو پاشلو ډلو د واک او هوس قرباني شي، بلکې ولس د یو داسې افغانستان غوښتونکی دی چې د بهرنیو پروژو له کرښو څخه آزاد او د خپلو اسلامي او ملي ګټو پر محور څرخي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي
    راتلونکي مقاله د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 مې 2026

    مولوي ذبیح الله مجاهد د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې پر ترافيکي پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د شوې…

    ايران او امريکا د اوربند پر غځولو او د رسمي مذاکراتو پر پيل سلا مشورې کوي

    30 مې 2026

    له روسیې توغول شوې ډرون الوتکه رومانیا کې پر یوه مسکونې ودانۍ لګېدلې

    29 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي ذبیح الله مجاهد د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې پر ترافيکي پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې

    30 مې 2026

    ايران او امريکا د اوربند پر غځولو او د رسمي مذاکراتو پر پيل سلا مشورې کوي

    30 مې 2026

    له روسیې توغول شوې ډرون الوتکه رومانیا کې پر یوه مسکونې ودانۍ لګېدلې

    29 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.