محمد محقق د اختر د مبارکۍ په مناسبت (که هغه په هېواد کې دننه دي یا بهر) افغانانو ته په خپل یو پیغام کې د هغوی پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
هغه په دغه پیغام کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو پر سخت چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دې وضعیته کړېږي.
خو حقیقت دا دی چې دا ډول څرګندونې له زړه سوي نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره د کډوالو له وضعیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. کومې څهرې چې له هېواده تښتېدلي او د خلکو په منځ کې ځای نه لري، هماغه کسان دي چې شل کاله یې د بهرنیو قدرتونو په زور پر خلکو حکومت وکړ. اوس دغه کسان هڅه کوي چې د کډوالو له دردناک وضعیت څخه په ګټې اخیستنې، ځانونه د خلکو خواخوږي او د غم شریک وښيي؛ په داسې حال کې چې د دوی سیاسي مخینه بل حقیقت څرګندوي.
که د دغو کسانو سیاسي تاریخ او د حکومتولۍ دورې ته یوه کتنه وکړو، په روښانه توګه لیدل کېږي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د بې کورۍ، بې ځایه کېدو او ناوړه وضعیت یو له اصلي لاملونو څخه کورنۍ جګړې، قومي نښتې، ظلم، تبعیض او بې عدالتۍ وې چې همدا څهرې یې لامل وې.
افغانستان د سره پوځ له ماتې او د نجیب د ډیموکراتیک رژیم له نسکورېدو وروسته، نږدې یوه لسیزه د کورنیو جګړو په اور کې وسوځېد. همدا جګړې وې چې بېوزلۍ او بېکارۍ ته یې زور ورکړ او خلک یې د هېواد پرېښودو او کډوالۍ ته اړ کړل.
له همدې امله، د هغه ټولو سختیو ریښې چې نن ورځ افغان کډوال له هېواده بهر ورسره مخ دي، د هغو کسانو کړنو ته ورګرځي چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته بهر ته وتښتېدل او نن د تمساح اوښکې تویوي او د خواخوږۍ بڼه غوړوي.
په اوسنیو شرایطو کې، یوازینۍ مرجع او جوړښت چې په رښتیا د کډوالو د ټپونو په رغولو او د راستنېدونکو ستونزو ته په رسیدګۍ پسې دی، د سرپرست حکومت مشرتابه دی، نه هغه کسان چې د خلکو له کړاو څخه ځان ته سیاسي زینه جوړوي.
سرپرست حکومت د بدمرغیو، بې ثباتۍ او جګړې د دوام د مخنیوي لپاره، د متقابل منلو دروازه د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې ده او له هغوی څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته راستانه شي او د پردیو د ګټو له خدمت څخه لاس واخلي. خو هغه کسان چې ځانونه یې د ملي او دیني ګټو په بدل کې پر بهرنیو قدرتونو پلورلي، لا هم په افغانستان کې د بحران او نا امنۍ د دوام په لټه کې دي.
هغوی چې ګاونډیو هېوادونو ته د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شول، نه یواځې د دغه ملت پر ارامښت باور نه لري، بلکې په درواغو د خواخوږۍ په څرګندولو سره هڅه کوي چې پردیو ته خپل کړي خدمتونه له افغانانو پټ کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.