د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) پوځي ویاند یحی سریع ویلي، چې د صنعاء په هوایي حریم کې یې د امریکا بله پرمختللې بې‌پیلوټه «MQ-9» الوتکه هم راغورځولې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا په یمن کې د دوی لخوا ۲۱مه بې پیلوټه امریکايي الوتکه ده چې غورځول کېږي.

یاده دې وي، چې د یمن حوثیانو تر دې وړاندې هم د غزې په ننګه په ځلونو امریکایي او صهیونیستي اهداف په نښه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version