Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»سعودي ته د بلېنکن سفر؛ اسرائیل لا هم پر غزه درانه بمونه وروي
    منځنی ختیځ

    سعودي ته د بلېنکن سفر؛ اسرائیل لا هم پر غزه درانه بمونه وروي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ او پرون یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.
    د حماس او اسرائیلو ترمنځ د روانې نښتې راهیسې دا د نوموړي پینځم سفر دی، چې منځني ختیځ ته یې کوي؛ خو تر دې مهاله د دواړو خواوو په جگړه کې کموالی نه دی راغلی؛ بلکې اسرائیل لا هم هره ورځ پر غزه درنې بمبارۍ کوي، چې له امله یې تر دې مهاله زرگونه فلسطینان وژل شوي دي او زرگونه ټپیان شوي دي.
    ټاکل شوې ده، بلېنکن به په دغه سفر کې د سعودي عربستان سربېره مصر، قطر، اسرائیل او د اسرائیلو له لوري د غصب شوې لوېدیځي غاړې ته هم ولاړ شي.
    که څه هم د دغه سفر ښکاره موخه په غزه کې د اوربند ښودل شوی؛ خو امریکا د اسرائیلو پوره ملاتړ کوي او له اسرائیلو سره د مالي مرستې سربېره نظامي مرستې هم کوي.
    اسرائیلو پرون هم پر غزې درنې بمبارۍ کړې، چې له امله یې ۱۲۸ ملکي وگړي وژل شوي او سلگونه نور ټپیان شوي دي.
    په غزه کې د ملگرو ملتونو د خوړو اداره هم وايي، چې په غزه کې خوراکي توکي کم شوي او د سختې بمبارۍ او ویجاړۍ له امله زرگونه خلک په ۲۴ ساعتونو کې په کافي اندازه خوړو ته لاس رسی نه لري.

    مخکینۍ مقالهمتقي: افغانستان د ملگرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري
    راتلونکي مقاله برېتانیې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروگرام سره ۳۶.۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې

    مربوطه لیکنې

    د سوریې بهرنیو چارو وزارت: سوریه کې د امریکایي ځواکونو پوځي ماموریت پای‌ته رسېدلی

    16 اپریل 2026

    د مصر طابا بندر ايران سره له جګړې وروسته د اسرائیليانو د تېښتې په اصلي دروازه بدل شوی

    16 اپریل 2026

    حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل پر مهمو نظامي تاسیساتو ۶۵ بريدونه کړي

    16 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 اپریل 2026

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    هندوکش غږ ته کره سرچينو، پر ټولنيزو رسنيو د افغان حکومت د پخواني لوړ پوړي…

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026

    افغان‌نښان ویشتونکو کونړ کې پر فرضي کرښه دوه پاکستاني ملېشې په نښه او هلاک کړي

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026

    افغان‌نښان ویشتونکو کونړ کې پر فرضي کرښه دوه پاکستاني ملېشې په نښه او هلاک کړي

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،142 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،177 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.