Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد د پاکستان په خدمت کې
    لیکني

    شر او فساد د پاکستان په خدمت کې

    صابر افغانصابر افغان28 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد لخوا د پاکستان غلامي او د هغوی د ګټو لپاره جنګېدنه که څه هم نوې خبره نه ده، خو تازه او دوامداره شوې ده؛ شر او فساد په سیمه کې، په ځانګړې توګه د پاکستان له لارې هڅه کوي، له شته تعاملاتي خنډونو او نښتو څخه ګټه پورته کړي او په دغه هېواد کې د اوسېدو، اکمال او افغانستان د نا امنه کولو لپاره وجنګېږي.

    په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکې خړې – پړې شوې دي، د پاکستان امنیتي وضعیت هلته د پاکستاني طالبانو د خونړیو بریدونو له امله وخیم شوی او د استخباراتي ادارو په شمول پوځ تر سخت فشار لاندې دی؛ دغه هېواد چې همېشه یې د خپلې نا امنۍ پړه پر افغانستان ور اچولې، اوس یې د افغانستان په نا امنه کولو لاس پوري کړی دی.

    د دغه نا امنیو لپاره په ځینو سیمو کې د داعش وسلوالي ډلې تر څنګ، د شر او فساد ډله هم د پاکستان لپاره د اجیرانو په توګه جنګېږي، دغه جګړه یې که څه هم تر څو تبلیغاتي ویډيو کلیپونو او دروغجنو شعارونو پورې محدود ده، خو له لارې یې هڅه کوي تر څو د افغانستان په نا امنه کولو سره، د واک ګدۍ ته را ستانه شي او بیا ځل د افغانستان د پلورلو معامله وکړي.

    د شر او فساد جبهې عاملین له پاکستان سره د اړیکو په ښه کېدو او په ځلونو د شین څراخ ښودلو خوښ دي او دا یې د درې کلن جریان د لاسته راوړنې په توګه منعکسوي؛ د دغه جبهې مهم غړي عبدالحفیظ منصور ویلي دي، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو زیاتوالی په پاکستان کې سیاسي وضعیت شر او فساد جبهې ته تر ډېره نږدې کړی دی.

    عبدالحفیظ منصور د دغه حرکت او پاکستان تر منځ د ژورو او نږدې اړیکو په اړه اضافه کړې، چې پاکستان هڅه کوي شر او فساد جبهه د افغاني او پاکستاني طالبانو د ګډ مخالفت په موضع کې شامل کړي او په دې برخه کې یې تل شین څراغ ښودلی دی.

    پاکستان اوس مهال په افغانستان کې د نا امنیو له ټولو هڅو ملاتړ کوي، هغه که د هر ډول وسلوالي ډلې په توسط وي؛ مګر هغه اړخونه او ستراتیژیک زیانونه له پامه غورځوي، چې بیرته همدا ډلې د پاکستان په ضد استفاده کېدلای شي او د له منځه تللو لامل یې ګرځي.

    څه موده وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د شر او فساد غړی او د پاکستاني استخباراتو “آی ایس آی” جاسوس عظیم الله (مشهور په فاروقي) هم نیولی و، چې د جنرال خالد، جنرال شاهد، لیاقت علي پاچا او نورو پاکستانیو چارواکو لخوا د افغانستان د مرکزي ولایتونو، په ځانګړې توګه واخان د نا امنه کولو پلان ورکول شوی و. د هغه تر شا د شر او فساد یو عامل سید رضا هاشمي لاس درلود او د افغانستان د نا امنه کولو پلانونه یې تطبیقول.

    یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته؛ د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې شوي
    راتلونکي مقاله اسلام اباد کې د لال مسجد امام: که چېرته طالبان د فدايي حملو امر وکړي پاکستان به په خپلو کړو پښېمانه کړي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    ‏بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د قطر سفیر، دکتور مردف القاشوطي د دغه…

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.