په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته چې د شر او فساد خوښونکی وي؛ د شر او فساد عاملین ډېر کم خلک دي، چې له اسلامي او انساني ټولنې څخه لرې پاتې انسانان یې ګڼلای شو، د ظلم او ستم یو څو کسیزه ډله ده، چې په واسطه یې د افغانستان او ځینو هېوادونو تر منځ د خاصو مسایلو له امله فاصلې را منځ ته کولو ته لار هواره شوې ده او همېشه هڅه کوي افغانستان په بد مرغیو کې را ایسار کړي.
د اسلام او انسانیت ضد، د شر او فساد دغه ډله تل په ظلم او ستم کې ډوبه وي، د بې ګناه خلکو په وینو یې لاسونه رنګ دي، د اسلام له نوم څخه په سوء استفادې او د اسلامي شعائرو تر نامه لاندې غیر اخلاقي کړنې ترسره کوي.
د شر او فساد لارویان د غرب هغه لاسپوڅي دي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېوادوالو د وېش او جدا کولو پلانونه په کار اچوي، دغه شریر عناصر هڅه کوي چې د فساد د خپراوي لپاره خلک له یو او بل سره وجنګوي.
د غرب د ډیموکراسۍ او ډیموکراتیکو ارزښتونو پر اساس جوړ نظام غواړي. تر دې ها خوا هغوی د “خراسان بزرګ” یا هم په نورو نومونو د بېلتون غوښتنې او د افغانستان د تجزیې نقشې وړاندیز کوي او غوښتنې یې منعکسوي.
د دوی تر شا له ډېر پخوا څخه فرانسه، تاجکستان، ایران، سویس، هند او ځینې نور هېوادونه ولاړ دي او پر سیاسي سټیج یې ملاتړ کوي. شر او فساد د افغانستان د تجزیې په مسئله کې له پاکستان سره هم تر ډېره همغږي لري او نږدې شوي دي.
د شر او فساد مشران په اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو کې د ښځو له اعتراضیه خوځښتونو سره هم په تماس کې دي، تر څو په دې توګه ځان غرب ته ډیموکراتیک او وفادار لوری څرګند کړي.
شر او فساد د هغه شړیدلې ډیموکراسۍ پر بنسټ نظام غواړي، چې شل کاله یې پر افغانستان حاکمیت وکړ، خو د بهرنیانو لپاره یې مؤثري پایلي نه درلودې او په افغانستان کې یې له ماتې سره مخ کړل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.