Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شیطاني شبکه
    لیکني

    شیطاني شبکه

    صابر افغانصابر افغان22 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    په 2019م کال کې د افغانستان انټرنیشنل په نوم نړیوال تلویزیون فعال شو. له لندن او واشنګټن څخه خپرونې کوي.افغانستان انټرنشنال هغه ټلويزيوني شيطاني شبکه ده، چې د سټلايټ او تولنيزو شبکو له لارې نشرات کوي. ددې رسنۍ کار د پيل څخه بيا تر اوسه پورې فساد او فحشاء عام کول دي او تل يې کوښښ کړی چې حقايق له خلګو څخه پټ کړي او پر ځای يې شايعات او درواغ نشر کړي.نوموړې رسنۍ د درواغو خبرونو تر څنګ د فاسدو تحليلونو او تبصرو په ذريعه د خلګو ذهنيتونه هم خرابوي او کوښښ کوي تر څو زموږ ولسونه په خاصه توګه ځوانان په فکري او سياسي انحراف روان کړي.دوی په خپله ټاکل شوې پالیسي کې وايي: (د افغانستان نړیواله ټولنه په خپلو مسلکي کارونو کې خپلواک، بې پرې او صادق دي، د دقت او باور په لوړو معیارونو سره، د افغانستان نړیوال معیارونه بې طرفه د حقایقو او مستند معلوماتو پر بنسټ تعریف شوي او د شخصي او سیاسي تعصب څخه ډډه کوي. دا هغه پالیسي ده، چې د رضاکار رسنیو لخوا د دوی لپاره جوړه شوې ده.خو هغه څه چې د دوی په خپرونو کې تر سترګو کېږي، په بشپړه توګه د دغو اصولو خلاف دي، له بده مرغه هغه افغان ضد ډلې چې په هېواد کې له یوه ځانګړي توکم سره شخصي دښمني لري، په دې شبکه کې ځای پر ځای شوي دي. دوی نه یوازې له افغانانو سره دښمني کوي، بلکې په تعصبي ډول د افغانانو تر منځ دښمني او عداوت رامنځته کوي او د دوی زیاتره تبلیغات په دروغجنو افواهاتو ولاړ دي. څه موده وړاندې دوی د احمد شاه مسعود د قبر د نړولو خبرونه خپاره کړل، چې ګواکي له منځه وړل شوی دی، د دې خبر له خپرېدو وروسته د څو ورځو لپاره په افغانستان کې د بېلابېلو توکمونو د خلکو ترمنځ توکميز جنجالونه پيل شول. او په پای کې، دا خبر دروغ وپیژندل شو، او شبکې بښنه وغوښته ترڅو د نورې رسوایۍ مخه ونیسي.افغانستان انټرنیشنل په پاڼو کې د فتنې او ګډوډۍ په پار د خپلو افغاني اوریدونکو احساسات راپاروي. تر څو د جګړې اور بل کړي.یادې شبکې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د غرب تګلاره په ډاګه کړه او د هغه د شومو پلانونو عملي کولو ته یې خپله اوږه ورکړه. د بد اخلاقۍ او فحشا د ترویج په موخه يې ښځینه کارکوونکو ته داسې اوصول وضعه کړي دي، چې بشپړ غربي کلتور پکې په ځان منل شوی دی.ښځینه کارکوونکي به بېله پړوني، پرتوګ او حجاب څخه د سکرين پر مخ په داسې ډول راڅرګندېږي، چې په کامله معنا د غربي کلتور او رواج نماینده ګي پکې نغښتې وي، چې دا په ښکاره ډول د افغاني کلتور پر وړاندې د دوښمنۍ اعلان دی.په عربي کې یو ضرب المثل دی، وایي: بدترینه بلا هغه ده، چې سړی خندوي. د دوی دغه ډول کړنې سړی خندوي، خو په حقيقت کې دا د اسلام پر وړاندې خورا ستر يرغل دی، چې د افغانانو په نامه له پردۍ نطفې زیږیدلو، د دوی ټولو پلانونو ته لبيک ووايه.ويل کېږي: د ښځینه کار کوونکو لپاره ډیر درانه شرایط وضعه شوي دي، چې کار کوونکې یې په لېوالتیا سره اجرا کوي.

    مخکینۍ مقالهننګرهار: څه باندې ۵۱ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
    راتلونکي مقاله اسرائیلو د فلسطینیانو څلور سوه پسونه غلا کړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    16 جون 2026

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 19 جون 2026

    د تش په نوم متحدې جبهې مشر سمیع سادات: زه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش او نورو ډلو پر اهدافو د طالبانو بريدونه په کلکه غندم

    د تش په نوم (انلاين) متحدې جبهې مشر سميع سادات يو ځل بيا د پاکستاني…

    د صهیونیستي رژیم او حزب‌الله ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې

    19 جون 2026

    عادل راجا: بلوچستان کې د پرځول شوي جمهوریت پر اربکیانو بریدونه په دقت شوي؛ د درنې مرګ‌ژوبلې احتمال شته

    19 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تش په نوم متحدې جبهې مشر سمیع سادات: زه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش او نورو ډلو پر اهدافو د طالبانو بريدونه په کلکه غندم

    19 جون 2026

    د صهیونیستي رژیم او حزب‌الله ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې

    19 جون 2026

    عادل راجا: بلوچستان کې د پرځول شوي جمهوریت پر اربکیانو بریدونه په دقت شوي؛ د درنې مرګ‌ژوبلې احتمال شته

    19 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،107 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،215 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.