رویټرز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم او حزبالله ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې نن (جمعه) په ځایي وخت مازدیګر څلور بجې د دواړو لوریو ترمنځ به اوربند ټینګ شي.
یاد امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران فشار او د امریکا او قطر ګډه همکاري د دې هوکړې په وروستي کېدو کې رول لوبولی دی.
د نوموړي په وینا، د نن ورځې سختې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، دواړه لوري عملاً د اوربند حالت ته داخل شوي دي.
د لبنان حزب الله ډلې په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو یوې اسرائیلۍ سرچینې دا خبر تائید کړی دی.


