په تېره اداره کې د عدليې وزیر او د مقاومت جبهې مهم غړي فضل احمد معنوي د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ له اړیکو پرده پورته کړې ده، نوموړي ویلي، چې مقاومت جبهې د طالبانو د کډوالو چارو له پخواني وزیر سره غیر مستقیمې او پرلهپسې اړیکې درلودې.
عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او یونس قانوني ته نږدې کړۍ هم دې پایلې ته رسېدلي، چې د عطا محمد نور، دوستم او قانوني محرم غږیز پیغامونه د فضل احمد معنوي لخوا، له هندوکش غږ سره شریک شوي دي؛ دغه کړۍ په دې آند دي، چې فضل احمد معنوي ګڼې اړیکې د رازونو په افشاء کولو پالي او لرې نه ده چې دغه کار دې هم نوموړي ترسره کړی وي.
د معنوي وروستیو څرګندونو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو ګڼې نیوکې او پوښتنې را ولاړې کړي دي؛ پرته له دې چې نوموړی له طالبانو سره د اړیکو د محتویاتو، محور او جزئیاتو په اړه نور وضاحت ورکړي، دغه جریان یې د پنجشېر د جګړې له پیله، بیا تر اوسه پټ ساتلی و.
فضل احمد معنوي په خپلو خبرو کې ویلي، له طالبانو سره اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه بیا تر هغه وخته روانې وې، چې پر خلیل الرحمن حقاني ځان وژونکی برید ترسره شو. زیاتوي، چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا له خلیل الرحمن حقاني سره مستقیمې اړیکې نه درلودې، خو له جګړو څخه د مخنیوي لپاره د حقاني هڅې تر وروستیو پورې دوام درلود.
په ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت جبهې ملاتړو فعالانو د معنوي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د مقاومت تر عنوان لاندې دغه مکرجنې جبهې د دوی د وژل شویو غړو او بندیانو پر سر معامله کړې ده او له طالبانو سره د جګړې پر ځای پټ مذاکرات کوي.
د مقاومت جبهې فعالانو همدا راز ویلي، چې که یاده جبهه له طالبانو سره په دوامداره تماس کې وي، نو ولې یې له طالبانو سره جګړه اعلان کړې؟ ولې د خلکو اولادونه له طالبانو سره جنګول کېږي؟ او ولې د دې جبهې د تړاو له امله زرګونه کسان په زندانونو کې بند پاتې دي؟ دوی زیاته کړې، چې په درې نیمو کلونو کې د دغه تماسونو له امله مقاومت جبهې د پام وړ سیاسي او نظامي لاسته راوړنې نه درلودې.
د یادونې وړ ده، چې مقاومت جبهه له کاواکه حالت سره مخ ده، دغه جبهې تر دې مهاله داخلي یا خارجي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، د دې تر څنګ یې عملیاتي وړتیا له لاسه ورکړې ده، د خپلو ژورو اختلافاتو او پیسو پر سر ناندریو سره وېشلي او جلا کړي دي؛ چې همدا یې د ناکامۍ څرګند عوامل ګڼلای شو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.