د ملي مجمع په نوم ائتلاف چې څه موده وړاندې يې په آنلاين ډول د موجوديت اعلان وکړ؛ ډېری ترکيب يې د مقاومت په نوم شوری له غړو څخه تشکيل شوی، له همدې فرصت څخه په استفادې هڅه کوي د مجمع پر نورو غړو خپل موقف لوړ وساتي، له همدې امله د مقاومت شوری د انحصار طلبۍ په اړه د مجمع د نورو جريانونو شک او بې باوري ورځ په ورځ زياتېږي او داسې ښکاري چې دا ائتلاف به هم د مقاومت شوری په ډول له يو ناکاره، بې باوره او ضعيف ادرس څخه پرته بل څه نه وي، هيڅ کله به نه پرې هغه بهرني تمویل کونکي باور وکړي چې دوی يې له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته د باور او ملاتړ ترلاسه کولو په موخه نوی ائتلاف رامنځ‌ته کړ او نه به هم په خپلو کې د يو او بل په اړه له شکونو څخه خلاص شي.

د مؤثقو معلوماتو له مخې، په مقاومت شوری کې تازه په دې اړه مجلسونه کېږي، چې څنګه په ملي مجمع کې د شوری د اکثريت او نفوذ څخه په استفادې، د ملي مجمع د تشکيلاتو ډېره برخه د ځان کړي او خپل افراد پکې ځای پر ځای کړي.

د شوری د غړو په وينا، د مجمع نور غړي او جريانونه د باور وړ نه دي، نه هم چندان پوهه او تجربه لري؛ زیاتوي چې، د دوی د بې کفايتۍ، ناپوهۍ او سرتمبه ګۍ له امله سخت تعجب کوي، خو دا چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت او نړۍوالو سره د خبرو او د خپل موقف قوي ښودلو لپاره يو نسبتاً لوی او قوي ادرس لرلو اړتیا ده، نو ښه ده چې دا کسان له ځان سره وساتو، ځکه طالبانو او نړۍوالو ورته له دې وړاندې هم چندان اهميت نه ورکاوه، خو په دې سره اميد شته چې د دوی د توجه وړ وګرځي، مګر هڅه به دا وي چې ټول تصاميم د دوی په انحصار کې وي او بايد د مجمع په ټولو تشکيلاتو کې د دوی موجوديت تر نورو اکثريت وي.

د معلوماتو په اساس، دوی په شوری کې د مجمع د هرې پرېکړې په اړه د مجمع تر مجلس مخکې بحث کوي، تر څو په مجمع کې يې رايه واحده او پرېکړه د دوی په ګټه وشي.

تازه د ملي مجمع ځينو نورو غړو جريانونو د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش‌غږ ته ويلي، چې دوی د مقاومت شوری په دې نيت باندې پوه شوي او نور دوی ته شوری د باور وړ ادرس نه دی؛ دوی ښايي په پرېکړو کې د مقاومت شوری د غړو په وړاندې خپل مخالفتونه ډېر کړي او د شوری په وړاندې خنډ واقع شي.

د ملي مجمع په نوم د نوي ائتلاف په اړه، په ائتلاف کې د ننه او بهر بې باورۍ له ياد ائتلاف څخه د رحمت الله نبيل د حزب په وتلو او په لومړي آنلاين کنفرانس کې د احمد مسعود پر نه ګډون له پرېکړې وروسته زور اخيستی او ښايي ډېر ژر دغه ائتلاف بيرته منحل او له منځه ولاړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version