وروسته تر هغې چې تېره اونۍ بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله والو په بلوچستان کې پر پاکستاني جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي برید وکړ او د پاکستان د پوځ، استخباراتو او نورو امنیتي او نظامي ادارو نږدې ۲۵۰ تنه یې لومړی یرغمل او بیا ووژل، دې پېښې ته په پاکستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل. ډېرو کسانو دا د بلوڅانو بریالی برید وباله او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې پر بلوڅانو خپل ظلمونه ودروي او دغه راز بلوچستان ته آزادي ورکړي، خو پاکستاني پوځ، استخباراتو او حکومت ته نږدې کسانو او خواخوږو یې بیا دا برید وغانده او دا یې ترهګریز برید وباله.
د دغه خواخوږو په سر کې د افغانستان د کورنیو جګړو مخکښې څهرې، د دوی اړوند ډلې ټپلې او زامن هم شامل وو او له پاکستان سره یې پر دغه پېښه اوښکې تویې کړې. په بهر کې مېشت د مقاومت په نوم ډله، چې مشري یې د کورنیو جګړو د قوماندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود کوي، د وحدت په نوم ګوند مشر او د کورنیو جګړو مخکښه څهره محقق، د د کورنیو جګړو پر مهال د یو بل مخکښ برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني او د دوی په څېر نورو کسانو او ډلو ټپلو له پاکستان سره په دغه پېښه ویر وکړ، بلوڅان یې ترهګر وبلل او آن پاکستان ته د ځان نږدې ښودلو په پار یې تر پاکستاني حکومت وړاندې په دغه برید کې افغانان او سرپرست حکومت پړ وباله. دا ټول هغه کسان او ډلې ټپلې دي، چې په افغانستان کې د عامو خلکو په منځ کې په پاکستاني مهرو مشهور دي.
دوی له پاکستاني پوځ او استخباراتو سره د ګډ کار او دوی ته د ژمنتیا او خوش خدمتۍ اوږده مخینه لري او پاکستاني حکومت یې د دغه کارونو په مقابل کې د مننې په پار دوی او د دوی د کورنیو غړو ته پاکستاني پاسپورتونه هم ورکړي وو. بل لور ته د رحمت الله نبیل، کمال ناصر اصولي، کبیر حقمل او شاه محمود میاخیل په ګډون، د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر چارواکو بیا پر دغه جنګ سالارانو توندې نیوکې کړي، دوی یې د پاکستان اجنټان او بلوڅان یې آزادي غوښتونکي بللي، د دوی اوسنۍ په اصطلاح مبارزه یې هم وننګول او تور یې پرې پورې کړ، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف یې له خپلو ځانونو څخه د اسلام اباد او تهران ویاندویان او نوکران جوړ کړي دي. دوی دغه جنګ سالاران تورن کړل چې مخ او څټ نه لري او خپلې شخصي ګټې او بادارانو ته ژمنتیا ورته تر هر څه لومړیتوب دی.
له پاکستان سره خواخوږو جنګ سالارانو ته د پخوانیو چارواکو دا پېغورونه او ناندرۍ داسې مهال دي، چې دوی دواړو اړخونو یو وخت د جمهوریت تر چتر لاندې یو ځای کار کاوه، هغه مهال یې هم یو او بل پاکستان ته په لابيګرۍ او چوپړ تورنول، خو کله چې جمهوري اداره وپاشل شوه، د دوی ځینو څهرو د اوسني سرپرست حکومت خلاف ځينې ډلې ټپلې جوړې کړې، خو د سختو اختلافاتو او ټکرونو له کبله وپاشل شوې او یا هم د پاشل کېدو په حال کې وې. که څه هم دغه جنګ سالارانو د پخوانیو چارواکو د یادو نیوکو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو ښايي دا چاره به د دوی ترمنځ شته بې باورۍ، ناندرۍ او کشمکشونه لا پسې پراخ کړي.
بله مهمه خبره دا ده، چې عامو افغانانو ته هم اوس ثابته شوې چې دا څهرې او جنګ سالاران هېڅکله هم د پاکستان له چوپړ او خوش خدمتۍ لاس نه اخلي، دوی ته نه ولس مهم دی، نه افغانستان او نه هم ملي ګټې، بلکې دوی ته تنها خپل باداران او د هغوی خوش خدمتي مهمه ده او دوی دغه څه هر وخت ثابت کړي دي.
د یادونې ده چې بلوڅ آزادي غوښتونکي د پاکستاني پوځ، استخباراتو او حکومت د هغه ظلمونو پر خلاف راوتلي، چې له لسګونو کلونو راهیسي یې پر دوی روان کړي دي، د دوی په لکونو بې ګناه ځوانان، مشران، ښځې او ماشومان یې ووژل، لسګونه زره نور یې ترې تم کړي، په زندانونو کې یې شکنجه کوي او دوی یې له هر ډول انساني، اسلامي او بشري حقونو څخه محروم کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.